ads

نن د رسنيو د آزادۍ نړيواله ورځ ده

نن د مې درېيمه نېټه د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ده، چې پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې هم د بېلا بېلو بنسټونو له لوري لمانځل كېږي.په افغانستان كې د رسنيو د ازادۍ پنځلس كاله كېږي.كه څه هم مطبوعاتي ازادي د افغانستان له لويو لاسته راوړنو څخه ګڼل كېږي، خو په ياده موده […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1395
نن د رسنيو د آزادۍ نړيواله ورځ ده

نن د مې درېيمه نېټه د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ده، چې پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې هم د بېلا بېلو بنسټونو له لوري لمانځل كېږي.
په افغانستان كې د رسنيو د ازادۍ پنځلس كاله كېږي.
كه څه هم مطبوعاتي ازادي د افغانستان له لويو لاسته راوړنو څخه ګڼل كېږي، خو په ياده موده كې خبريالان او د رسنيو كار كوونكي له ګڼو ګواښونو سره مخ شوي او آن د مرګ تر پولې رسېدلي دي.

اوسمهال په افغانستان كې سلګونه چاپي رسنۍ، ټلويزيونونه او راډيوګانې فعالې دي.
د رسنيو نړيواله ورځ د ۱۹۹۳ ميلادي کال په ډسمبر مياشت كې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې تصويب شوه او دا مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې هر کال لمانځل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA