ads

عبدالله: سوداګرۍ وزارت سره د يوځای کېدو تر وخته دې “ايسا” خپل کار ته دوام ورکړي

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر هغه وخته، چې ايسا اداره له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره يوځاى کېږي، خپلو چارو ته دې دوام ورکړي.نوموړي دا خبره پرون د ايسا يا له پانګونې د ملاتړ ادارې له مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه. د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1395
عبدالله: سوداګرۍ وزارت سره د يوځای کېدو تر وخته دې “ايسا” خپل کار ته دوام ورکړي

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر هغه وخته، چې ايسا اداره له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره يوځاى کېږي، خپلو چارو ته دې دوام ورکړي.
نوموړي دا خبره پرون د ايسا يا له پانګونې د ملاتړ ادارې له مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه. د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر هغه وخته، چې ايسا اداره له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره يوځاى کېږي، خپلو چارو ته دې دوام ورکړي.
نوموړي دا خبره پرون د ايسا يا له پانګونې د ملاتړ ادارې له مسوولينو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، چې په دې ناسته کې برخه والو له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره له پانګونې د ملاتړ يا ايسا ادارې د مدغم کېدو په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او په دې يې بحث وکړ، چې څنګه کېداى شي دغه اداره له ياد وزارت سره يوځاى شي.
اجرائيه رئيس ويلي، هغه پروژې چې چارې يې روانې دي، د ايسا ادارې مشر او د سوداګرۍ او صنايعو وزير بايد په ليکلي ډول د دغو پروژو قرارداديانو ته ډاډ ورکړي.
په دې ناسته کې د اقتصاد او سوداګرۍ او صنايعو وزيرانو، د ايسا ادارې مشر، د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال او يو شمېر نورو چارواكو ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې جمهور رئيس محمد اشرف غني پرېکړه وکړه، چې ايسا اداره دې له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره يوځاى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA