ads

“سلما بند به د افغانستان د اقتصادي غوړېدنې په برخه کې ګټور ثابت شي”

په كابل كې د هند سفير من پرېت هورا وايي، هېواد يې تمه لري، چې د سلما بند پرانيسته به د افغانستان د اقتصادي غوړېدنې په برخه کې ګټوره ثابته شي.نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې. په كابل كې د هند سفير من […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1395
“سلما بند به د افغانستان د اقتصادي غوړېدنې په برخه کې ګټور ثابت شي”

په كابل كې د هند سفير من پرېت هورا وايي، هېواد يې تمه لري، چې د سلما بند پرانيسته به د افغانستان د اقتصادي غوړېدنې په برخه کې ګټوره ثابته شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.

د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د من پرېت هورا له قوله راغلي، چې د هند جمهوريت خلک او دولت په خپلو پښو د درېدو لپاره له افغانستان سره دوامداره همکاريو ته دوام ورکوي.
په دې ليدنه کې د سلما بند د پرانيستې د ترتيباتو او چمتووالي په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د هند سفير ته ډاډ ورکړ، چې د دې سترې پروژې د پرانيستې د مراسمو لپاره د افغانستان دولت کافي ترتيبات نيولي دي.
د سلما بند، چې د هرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې موقعيت لري، پر جوړېدو يې شاوخوا درې سوه ميليونه ډالره لګېدلي، د دوه څلوېښت مېګاواټه برېښنا د توليد او پنځه اويا زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA