د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان زړور زاهد د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د حوزو امرينو، د بېلابېلو څانګو مسوولينو او ټرافيکو مديريت کار کوونکو ته په اړونده برخو کې د جدي اقداماتو لارښوونه وکړه. د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان زړور زاهد د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د حوزو امرينو، د بېلابېلو څانګو مسوولينو او ټرافيکو مديريت کار کوونکو ته په اړونده برخو کې د جدي اقداماتو لارښوونه وکړه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، امنيه قوماندان پوليسو ته لارښوونه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې د قانون د پلي کولو په هدف هر ډول جرمونه کشف او له وړاندې يې مخه ونيسي.
هغه پوليسو ته جدي لارښونه وکړه، چې په ښار کې د انسان تښتوونکو، غلو، قاتلينو او نورو مجرمينو مخه په کلکه ونيسي او ټول فعاليتونه يې شنډ کړي.
نوموړي مسوولينو ته وويل، چې په ښار کې پلې او موټر داره ګزمې زياتې کړي، دغه راز د موټرو تورې ښيښې سپينې او د غير قانوني وسلو د ګرځېدو مخه بايد ونيول شي.
د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال قاري امير خان لېوال وويل، له ولس او خاورې څخه په دفاع کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او ورسپارل شوې دندې به په ښه ډول ترسره کړي.


