ads

د كندهار د معلولينو باسکټبال لوبډله ښې لاسته راوړنې لري

په کندهار کې معلولين په رنګارنګ لوبو بوخت دي، خو د باسکټبال لوبډله يې ډېره د پام وړ ده.دغه لوبډله هر کال د هېواد په كچه سياليو كې ښه مقامونه ترلاسه کوي.د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کې هره ورځ يو شمېر معلولين د باسکټبال لوبې لپاره راټولېږي. په کندهار کې معلولين په رنګارنګ لوبو […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1395
د كندهار د معلولينو باسکټبال لوبډله ښې لاسته راوړنې لري

په کندهار کې معلولين په رنګارنګ لوبو بوخت دي، خو د باسکټبال لوبډله يې ډېره د پام وړ ده.
دغه لوبډله هر کال د هېواد په كچه سياليو كې ښه مقامونه ترلاسه کوي.
د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کې هره ورځ يو شمېر معلولين د باسکټبال لوبې لپاره راټولېږي. په کندهار کې معلولين په رنګارنګ لوبو بوخت دي، خو د باسکټبال لوبډله يې ډېره د پام وړ ده.
دغه لوبډله هر کال د هېواد په كچه سياليو كې ښه مقامونه ترلاسه کوي.
د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کې هره ورځ يو شمېر معلولين د باسکټبال لوبې لپاره راټولېږي.
دوى په عينو ښارګوټي کې د باسکټبال يو مجهز لوبغالى لري، چې د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د افغان معلولينو د ټولنې په مرکز کې واقع دی.
د کندهار د معلولينو د باسکټبال لوبډلې کپتان حميدالله وايي، چې دغه لوبډله دوه کاله مخکې جوړه شوې ده، ۱۶غړي لري، چې۱۲ يې د معلولينو په منتخبه لوبډله کې لوبېږي.
د باسکټبال دا لوبغال دICRC  او افغان معلولينو ټولنې له خوا جوړ شوى او هر معلول کولاى شي، چې تمرين او لوبه پکې وکړي.
خو لوبغاړى سيدا جان دا لوبغالی معياري نه بولي او غوښتنه کوي، چې د لوبغالي سر دې وپوښل شي، ترڅو په ژمي او دوبي کې د تمريناتو کار ځينې واخيستل شي.
د افغان معلولينو د بيارغونې د ټولنې مرستيال فيض الله عمريار د معلولينو لپاره د باسکټبال د لوبې دا تمرينات ډېر مهم بولي.
د عمريار په وينا، د دوی لوبډلې تېر کال د افغانستان په کچه درېيم مقام ګټلی دى.
په کندهار کې د باسکټبال په دې لوبغالي کې یوازې نارینه معلولین تمرینات کوي.
د معلولینو د ټولنې غړي غوښتنه کوي، چې د ښځینه معلولینو د باسکټبال لوبډلې ته دې هم توجه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA