د سپين غر بازانو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په هدف د فوټبال پيل شوې سيالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې او اتلولي يې امېد ننګرهار لوبډلې ترلاسه کړه.
د دغو سياليو په ترڅ كې د سپين غر بازانو لوبډلې ته ۲۶ غوره لوبغاړي وټاکل شول. د سپين غر بازانو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په هدف د فوټبال پيل شوې سيالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې او اتلولي يې امېد ننګرهار لوبډلې ترلاسه کړه.
د دغو سياليو په ترڅ كې د سپين غر بازانو لوبډلې ته ۲۶ غوره لوبغاړي وټاکل شول.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د دې ولايت د بدني روزنې امر شاهدالله ساپي له قوله ويل شوي، چې يادې سيالۍ يوه اونۍ وړاندې د فوټبال فدراسيون لخوا د ختيځ زون د څلورو ولايتونو لوبډلو په ګډون د ننګرهار د بهسودو د فوټبال نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې.
د ساپي په وينا، غوره شوو ۲۶ لوبغاړو ته به يو لړ تمرينونه هم پيل شي، ترڅو د هېواد په کچه کېدونکو سياليو کې خپل مقام وساتي.
نوموړى وايي، په دغو سياليو کې له ننګرهاره دوو لوبډلو امېد ننګرهار او ارمان ننګرهار او له کونړ، لغمان او نوروستان ولايتونو څخه يوې يوې لوبډلې ګډون كړى و.
د سپين غر بازانو لوبډلې د هېواد په کچه د زونونو ترمنځ د فوټبال سياليو کې اتلولي ترلاسه کړې وه او د دې زون د المپيک مسوولين وايي، دا ځل به هم پوره هڅه وکړي، چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.


