ads

اجرائيه رئيس له خبريالانو پر ملاتړ ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر دې وروسته د هېڅ دولتي ارګان هېڅ چارواکى حق نه لري، چې په مستقيم ډول له خبريال نه پوښتنه وکړي، چې دا خبر دې څنګه خپور كړى دى.نوموړي دا څرګندونې نن د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1395
اجرائيه رئيس له خبريالانو پر ملاتړ ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر دې وروسته د هېڅ دولتي ارګان هېڅ چارواکى حق نه لري، چې په مستقيم ډول له خبريال نه پوښتنه وکړي، چې دا خبر دې څنګه خپور كړى دى.
نوموړي دا څرګندونې نن د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته د وينا په مهال وکړې. د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، تر دې وروسته د هېڅ دولتي ارګان هېڅ چارواکى حق نه لري، چې په مستقيم ډول له خبريال نه پوښتنه وکړي، چې دا خبر دې څنګه خپور كړى دى.
نوموړي دا څرګندونې نن د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته د وينا په مهال وکړې.
نن د مې درېيمه نېټه د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ده، چې پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې هم د بېلابېلو بنسټونو له لوري لمانځل كېږي.
د حکومت اجرائيه رئيس په داسې حال کې، چې ټولو خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ته يې د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې مبارکي ورکړه، ژمنه وکړه، چې د خبريالانو د ستونزو حل ته به ځانګړى وخت ورکوي.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د بيان ازادۍ په برخه کې په شوي پرمختګ خوښي وښوده او دا يې په هېواد کې د لسګونو خبريالانو د قربانۍ او د حکومت د زمينه سازۍ ثمره ياده کړه.
په ورته وخت كې جمهور رئيس محمد اشرف غني د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسب په خپل پيغام کې ويلي، چې د رسنيو او بيان د ازاديو د اهميت په درک کولو د قانون په چوکاټ کې د بيان له ازادۍ ملاتړ کوي.
په افغانستان کې ياده ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې لا هم دلته ګڼ خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې ترڅنګ د خپل مصئونيت نشتوالي څخه شکايت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA