د پكتيكا په ښرنه كې يو پوليس لومړى خپله مېرمن په ډزو ويشتې او بيا يې وروسته خپل ځان هم وژلى دى.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د دې پیښې د تایید ترڅنګ کلید ته وویل چې نن د دوشنبې په ورځ سهارلس بجې یو كس چې په ملي پولیسو کې یې دنده درلوده د ښارپه منځ کې لومړی خپله مېرمن ووژله او وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی دی.
نوموړي دا خبره چې وژل شوې مېرمن هم په ښځینه پولیسو کې دنده درلوده رد کړه او زیاته یې کړه چې پیښه تر څېړنې لاندې ده، تر څو يې اصلي علت معلوم شي. د پكتيكا په ښرنه كې يو پوليس لومړى خپله مېرمن په ډزو ويشتې او بيا يې وروسته خپل ځان هم وژلى دى.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د دې پیښې د تایید ترڅنګ کلید ته وویل چې نن د دوشنبې په ورځ سهارلس بجې یو كس چې په ملي پولیسو کې یې دنده درلوده د ښارپه منځ کې لومړی خپله مېرمن ووژله او وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی دی.
نوموړي دا خبره چې وژل شوې مېرمن هم په ښځینه پولیسو کې دنده درلوده رد کړه او زیاته یې کړه چې پیښه تر څېړنې لاندې ده، تر څو يې اصلي علت معلوم شي.
د ښرنې د ښار اوسېدونکى او د پېښې عیني شاهد خیال محمد د پېښې په ځای کې کلید ته وویل: (( لس نیمې بجې وې چې د ښار په منځ کې یو تن راغی پر یوې مېرمنې یې د کلاشنکوف ډزې وکړې، هغه یې ووژله او بیایې خپل ځان هم وويشت.))
خیال محمد وایي، وروسته دوی خبر شول چې وژل شوې ښځه د قاتل مېرمن وه او قاتل چې خپله یې هم ځان وژلی په مټاخان ولسوالۍ کې د پولیسو یو سرتېری و.
د سرچینې په وینا، مېرمنې او خاوند په کور کې شخړه کړې، وروسته مېرمن ښرنې ښار ته راوتلې او غوښتل یې چې پولیسو ته شکایت وکړي، خو پر همدې مهال یې خاوند لومړی مېرمن او بیا ځان وژلى دى.
د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار صدیقي هم د پیښي په اړه کلید ته وویل چې دوی ته د یوې مېرمنې او نارينه جسد چې نظامي یونیفورم یې اغوستى و، ور وړل شوى.
صدیقي وایي، دوی له خلکو اوریدلي چې وژل شوي سړي خپله مېرمن او ځان دواړه ویشتي دي.
یاده دې وي چې وژل شوې مېرمن له دې وړاندې دوه ځلې له نورو کسانو سره هم واده کړی و، خو د کورني تاوتریخوالي او اختلافاتو له امله یې بېرته موضوع طلاق ته رسېدلې وه.


