په ولسي جرګه كې د ښځو چارو، مدني ټولنې او د بشر د حقونو كمسيون غواړي چې پكتيا ته په بدو كې د نجونو د وركړې د مخنيوي په خاطر يو پلاوى واستوي.
د دې كميسيون مشره فوزيه كوفي وايي، دا كار په بدو كې د پكتيا د نجونو د وركړې پر ضد تحصن كوونكي ځوان خان ولي عادل د احتجاج په سلسله كې پيلوي: (( پرون مو كمسيون ته په دې اړه د قبايلو او قومونو وزير ګلاب منګل، د ښځو د وزارت استازي او پخپله خان ولي عادل راغوښتي وو، ځينې نور پكتيا وال هم وو، پرېكړه داسې وشوه ژر تر ژره به يو پلاوى پكتيا ته استوي.))

نوموړې ويلي، پلاوى به هڅه وكړي د دوه قومونو تر منځ هغه لانجه په سالم ډول اواره كړي چې لوري يې غواړي د قتلونو او خون بها جرګه په بدو كې د ۱۱ نجونو په وركړه خلاصه كړي.
فوزيه كوفي همداراز له ښځو چارو وزارت څخه غوښتي چې له حج او اوقافو، سيمه ييزو ارګانونو او نورو اړوندو مقاماتو سره په تفاهم په بدو كې د نجونو د وركړې په ضد تبليغاتي كمپاين وكړي او خلك په دې پوه كړي چې دا كار د اسلامي او نافذه قوانينو سره په ټكر كې دى.
دا په داسې حال كې ده چې د پكتيا يو ځوان خان ولي عادل په بدو كې د ۱۱ نجونو د تبادلې پر همدې موضوع كابل كې تحصن اعلان كړى او نجونو ته د زده كړيزو اسانتياو برابرولو د غوښتنې تر څنګ په بدو كې د نجونو د وركړې مخالفت كوي.
په افغانستان كې په سنتي ډول د دوه قومونو او كورنيو تر منځ له دښمنۍ وروسته يوازنۍ حل لاره په بدو كې د نجونو د وركړې پرېكړه ګڼل كېږي، چې بې شمېره نجونې يې قرباني او ژوند يې ور تريخ كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ