ads

ننګرهار كې د زونونو په كچه د ۱۷ كلنو كركټ سيالۍ پيلېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د زونونو په کچه د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرکټ سيالۍ پيلوي.د دوى په وينا، دغه سيالۍ به نن د ننګرهار د غازي امان الله خان د کرکټ نړيوال لوبغالي کې پيل او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1395

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د زونونو په کچه د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرکټ سيالۍ پيلوي.
د دوى په وينا، دغه سيالۍ به نن د ننګرهار د غازي امان الله خان د کرکټ نړيوال لوبغالي کې پيل او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي تېره ورځ د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وويل، چې د کورني کرکټ د پياوړتيا لپاره د زونونو په کچه د ۱۷ کلنو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ پنځوس اوريزه لوبې پيلوي. د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د زونونو په کچه د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرکټ سيالۍ پيلوي.
د دوى په وينا، دغه سيالۍ به نن د ننګرهار د غازي امان الله خان د کرکټ نړيوال لوبغالي کې پيل او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي تېره ورځ د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وويل، چې د کورني کرکټ د پياوړتيا لپاره د زونونو په کچه د ۱۷ کلنو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ پنځوس اوريزه لوبې پيلوي.
عبدالرحيمزي زياته کړه، چې د دغو لوبو د ترسراوي هدف پر راتلونکو لوبو سربېره د زونونو ۱۷ کلنو لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل دي. .
د کرکټ بورډ چارواکي په داسې حال کې د کورني کرکټ پياوړتيا لپاره دا لوبې پيلوي، چې په دې وروستيو کې د کرکټ پر ملي لوبډلې سربېره کورني کرکټ ته ډېره پاملرنه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA