په لغمان ولايت کې د الماس پنځه په نوم د پيل شوو تصفيوي عملياتو په مهال ۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملي اردو، سيمه ييزو او ملي پوليسو سره يو ځاى د لغمان د مرکز اړوند عمرزي، پړوايي، ادوخېل او سلطان خېل سيمې د وسله والو له فعاليتونو پاکې كړې.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ كې په ۱۴ جريبه ځمکه کې د کرل شوو کوکنارو د اړولو ترڅنګ، پنځه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
بل لور ته خبرپاڼه وايي، چې ګډو امنيتي ځواكونو نن سهار د کونړ ولايت د غازي اباد، اسمار او ناړۍ ولسواليو په مربوطاتو کې تصفيوي عمليات پيل کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ