ads

كندوز كې له ۳ زره جګړه ځپلو كورنيو سره لومړنۍ مرستې كېږي

په كندوز کې له نږدې ۳ زره جنګ ځپلو او بې ځایه شویو کورنيو سره د هلال احمر اماراتي خیریه بنسټ لخوا مرسته کیږي.د كندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، دغه مرستې  به له هغو کورنیو سره وشي چې د كندوز په جګړو کې بی ځایه شوي او خپلې سیمې یې پرې ایښې دي. د كندوز […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1395
كندوز كې له ۳ زره جګړه ځپلو كورنيو سره لومړنۍ مرستې كېږي

په كندوز کې له نږدې ۳ زره جنګ ځپلو او بې ځایه شویو کورنيو سره د هلال احمر اماراتي خیریه بنسټ لخوا مرسته کیږي.
د كندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، دغه مرستې  به له هغو کورنیو سره وشي چې د كندوز په جګړو کې بی ځایه شوي او خپلې سیمې یې پرې ایښې دي.
د كندوز والي زیاته کړه، د دغو مرستو لړۍ نن د كندوز په مرکز کې پيل شوه چې په دغو مرستو كې به نږدی ۳ زره کورنیو  ته اړين لومړني توكي او خوراكي توكي لكه لوبيا، وريجې، اوړه او غوړي وركړل شي. په كندوز کې له نږدې ۳ زره جنګ ځپلو او بې ځایه شویو کورنيو سره د هلال احمر اماراتي خیریه بنسټ لخوا مرسته کیږي.
د كندوز والي اسدالله عمرخیل وایي، دغه مرستې  به له هغو کورنیو سره وشي چې د كندوز په جګړو کې بی ځایه شوي او خپلې سیمې یې پرې ایښې دي.
د كندوز والي زیاته کړه، د دغو مرستو لړۍ نن د كندوز په مرکز کې پيل شوه چې په دغو مرستو كې به نږدی ۳ زره کورنیو  ته اړين لومړني توكي او خوراكي توكي لكه لوبيا، وريجې، اوړه او غوړي وركړل شي.
خو بې ځایه شوې کورنۍ وایي، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي، بلكې دوى له دولت څخه غواړي چې باید بی ځایه شویو کورنیو ته بېرته خپلو سيمو ته د ګرځېدو زمينه برابره او ورسره مرستو ته په پراخه كچه دوام وركړي.
د كندوز له جګړو نږدې ۳ زره كورنۍ كډوالۍ ته اړ شوې دي، خو وروسته له هغې چې  افغان ځواكونو شفق عمليات پيل كړي، دا مهال د كندوز ګڼې سيمې له وسله والو پاكې شوي.
د دې ترڅنګ ځايي خلك بيا دا هم وايي چې كه په جګړه كې وسله وال مخالفين پر شا تمبول شوي، نو دوى هم درانه زيانونه ليدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA