په كندهار ولايت كې درې تنه، چې په وسله والو فعاليتونو کې يې لاس درلود، نيول شوي دي.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوي کسان د زابل د شهر صفا او د کندهار د شاوليکوټ ولسواليو اوسېدونکي دي، چې د ملي امنيت د کار کونکو لخوا ونيول شول .
د سرچينې په وينا، يادو کسانو د کندهار او زابل ولايتونو په ځينو ولسواليو کې د دولت په ضد وسله وال فعاليتونه کول، چې له چاودېدونکو توکو سره يو ځاى ونيول شول.
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ