ads

د یوه نوي زېږېدلي ماشوم د پلور په تور محاکمه

د غزني ولایت له ملكي روغتون څخه د یوه نوي زیږیدلي ماشوم د تښتولو په تور درې تنه مجرم وپیژندل شول او د دې ولایت د استیناف محکمې له لوري ورته د یوې علني جلسې په ترڅ كې د بند سزاوې واورول شوې.دا ماشوم د تېر کال د سلواغې په میاشت كې تر زېږېدو لس […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1395
د یوه نوي زېږېدلي ماشوم د پلور په تور محاکمه

د غزني ولایت له ملكي روغتون څخه د یوه نوي زیږیدلي ماشوم د تښتولو په تور درې تنه مجرم وپیژندل شول او د دې ولایت د استیناف محکمې له لوري ورته د یوې علني جلسې په ترڅ كې د بند سزاوې واورول شوې.
دا ماشوم د تېر کال د سلواغې په میاشت كې تر زېږېدو لس دقیقې وروسته د غزني د ملكي روغتون له زیږنتون څخه لادرکه شوی و چې څلور ورځې پس د دې ولایت د کشفي ارګانونو له لوري د غزني ښار په پښتون اباد سیمه كې له یوه کور څخه وموندل شو. هغه مهال چارواکو ویلي وو چې یاد ماشوم د زېږنتون د صفاکارې له لوري پر یوې بې اولاده ښځې د سرو زرو د یو جوړه غوږوالیو او ۱۵ زره افغانیو په بدل كې پلورل شوی و چې په تړاو یې د زېږنتون صفاکاره ماه ګل او  ماشوم اخستونكې نوریه له خپل خاوند سره یو ځای نیول شوي وو، د تېر 1394 کال په کب میاشت كې درې واړو ته  ابتدائیه محکمې برائت ورکړی وو. خو د ابتدائیه محکمې پر پریکړې د قضیې موظف څارنوال قناعت نه درلود او د استیناف غوښتونکی شو. تورن کسان د روان کال د وري په ۲۴مه یو ځل بیا محکمې ته راوغوښتل شول او د مدني فعالانو او ژورنالیستانو پر وړاندې یې په علني توګه د محاکمې پروسه ترسره شوه. د قضیې موظف څارنوال د صورت دعوا د لوستلو پر مهال د غزني ولایت د ملكي روغتون د زېږنتون څانګې صفا کاره ماه ګل، د ماشوم د تښتولو او په نوریه نومي ښځې یې د پلور له کبله پړه وبلله او د مجازاتو غوښتنه یې ورته وکړه.

څارنوال همداراز د تښتول شوي ماشوم د پېرلو په تور نوریه نومې ښځه او د هغې خاوند هم پړه وګڼل او له محکمې یې تقاضا وکړه چې سزا ورکړي. څارنوال وویل: (( نوریې په خپلو اعترافاتو كې ویلي چې ماشوم یې په زېږنتون كې له ماه ګلې څخه د ۱۵ زره افغانیو او یو جوړه غوږوالیو په بدل كې اخستی دی، د نوریې خاوند هم له هغې سره د دغې جرم په پټولو كې مرسته کړې؛ نو درې واړه د اختطاف په قضیه كې دخیل او د قانون پر وړاندې مجرم دي.))  څارنوال له محکمې وغوښتل چې ماه ګل او نوریې ته د انسان د قاچاق او اختطاف قانون د شپږمې مادې پر بنسټ او د نورې مېړه ته دې هم د یاد قانون د شپږمې مادې پر اساس او هم د جزا قانون د 39 مې مادې په رعایت سره د اوږده بند سزا ورکړل شي:(( دغه راز د قضايي هیأت له محترم مقام څخه غواړم چې د روغتون موظف روغتیاپالان او مشر هم باید په دنده كې د غفلت له کبله تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.)) خو د نوریې او محمد هاشم مدافع وکیل احمد فرید مبارز بیا محکمې ته د دفاعیې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې موکلي(نوریې) یې یاد ماشوم د تښتولو په نیت نه دی اخستی، بلكې په وینا یې د اولاد د نشتوالي له کبله یې غوښتل د یوه بې سرپرسته ماشوم سرپرستي پر غاړه واخلي او پیسې یې هم د زیږنتون صفاکارې ته د شیرینۍ په توګه ورکړې دي، نه د معاملې پر اساس. هغه زیاته کړه چې په ټولنه كې د شته ناوړه دودونو او د خلکو له ترخو خبرو څخه د خلاصېدو له پاره یې موکلین د یوه بې سر پرسته ماشوم د پیدا کیدو په تکل وو او له دې کبله چې روغتونونه د خلکو په منځ كې د بې سرپرسته ماشومانو په موندلو کې مرسته کولای شي، نوریې هم هلته مراجعه کړې ده: ((نوریه چې کله روغتون ته تللې هلته له ماه ګلې سره مخامخ شوې او له هغې څخه یې غوښتنه کړې، څو ورسره د یو بې سرپرسته ماشوم په پیدا کولو كې مرسته وکړي.)) مدافع وکیل وړاندې وویل :((نوریه د خپل پلار په کور كې وه او له هغه ځایه روغتون ته د ماشوم د اخستلو لپاره تللې وه، کله چې هغه له شفاخانې څخه کورته ستنه شوې له دې کبله چې د خپل خاوند او خپلوانو له مخالفت سره مخ نشي، هغوی ته یې داسې ښودلې چې ګواكې ماشوم یې خپله زېږولی دی.))
نوموړي زیاته کړه چې له یادې پېښې څلور ورځې وروسته یې موکلین د یاد ماشوم د تښتولو په تور نیول شوي، حال دا چې نوریې په لومړنۍ جلسه او اعترافاتو كې ټینګار کړی چې د ماشوم د اختطاف هوډ یې نه درلود، بلكې د یوه بې سرپرسته ماشوم د ترلاسه کولو په هڅه كې وه: (( نوریه خبره نه وه چې ماه ګل ورته د بل چا ماشوم وركړى دی، بلكې د یوه بې سرپرسته ماشوم د سرپرستۍ اخستلو په برخه كې یې د حسن نیت څرګندونه کوي، موکلینو مې د کشفي ارګانونو له لوري په خپل کور كې د ماشوم له موندل کېدو انکار نه دی کړی، دا ټکی څرګندوي چې دوی د ماشوم له تښتونې ناخبره وو او د ماشوم ساتنه د سرپرستۍ په نیت جرم نه دی او دا مسئله د اختطاف موضوع نفي کوي.))
مدافع وکیل د محمد هاشم په اړه وویل چې نوموړى د خپلې مېرمنې له لوري د ماشوم پر اخستلو ناخبره وو او د نوریې د څرګندونو له کبله یې داسې انګېرله چې ماشوم به یې خپل وي. مدافع وکیل له محکمې څخه نوريې او د هغې خاوند محمد هاشم ته د برائت غوښتنه وکړه.
د ماه ګلې مدافع وکیل سید سهیل سجادي هم محکـمې ته د خـپلـې دفاعیـې د وړانـدې کولو پر مهال وویل چې په اړونده دوسیه كې یې د موکلې د مجرمیت الزامي دلایل نشته او له محکمې څخه د هغې د برائت ورکولو غوښتونکی شو.
د زیږنتون صفاکارې ماه ګل هم د ماشوم په تښتولو كې خپل لاس لرل رد کړل او زیاته یې کړه:((قاضي صاحب ما نه ماشوم لیدلی او نه هم نوریه پېژنم، هغه ورځ زه په خپلو کارونو بوخته وم چې دا زېږنتون ته راغله او ماشوم یې په غېږ كې واخست، ما ورته وویل چې هغه پر کټ کېږدي ځکه چې دستي زېږېدلی او ماغزه یې ونه ښوري، څو شيبې وروسته اوازه شوه چې ماشوم ورک شوی دی.))
هاخوا نوریې هم محکمې ته وویل چې هغې یاد ماشوم د اختطاف په نیت نه، بلكې د ماشوم نه درلودو له کبله د یوه بې سرپرسته ماشوم د سرپرستۍ په نیت خپل کور ته وړی و او ماه ګلې ته یې د ماشوم د پیدا کولو په خاطر ۱۵زره افغانۍ او یوه جوړه غوږوالۍ د شیرینۍ په توګه ورکړې دي:(( څو خپلوانو راته وویل چې د یوه بې سرپرسته ماشوم د پیدا کولو له پاره شفاخانې ته لاړه شم، ځکه هلته ډېری مهال داسې ماشومان پیدا کېږي چې کورنۍ یې نه غواړي، زه چې زېږنتون ته لاړم هلته له ماه ګلې سره مخامخ شوم، هغې راته وویل زېږنتون ته له ناروغانو پرته نور کسان د ننوتلو اجازه نه لري، ما ورته وویل چې زه د یوه بې سرپرسته ماشوم پیدا کولو ته راغلې یم، وروسته هغې ژمنه راسره وکړه، بله ورځ یې راته زنګ وواهه چې راشه ماشوم مې درته پیدا کړی، زه هم ورغلم او ماشوم مې راسره کورته راوړ.)) نوریې زیاته کړه چې خاوند او د کورنۍ نورو غړو ته یې ویلي وو چې ماشوم یې خپل دی.
د غزني د استیناف محکمې مشر سکندر حیدري د دواړو لوریو د خبرو، ادعاوو او دلایلو تر اورېدو وروسته د زېږنتون صفاکاره ماه ګل، د تښتول شوي ماشوم اخستونكې نوریه او د هغې خاوند محمد هاشم په قضیه کې پړه وپېژندل:(( موږ د غزني ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا هیات غړو، د دواړو لوریو په حضور كې د محاکمو د تشكيل او صلاحیت قانون د 54 مې مادې او جزايي اجرااتو قانون د 267 مې مادې د دوهمې فقرې سره سم، د رایو په اتفاق د ابتدائیه محکمې 177 نمبر فیصله چې د 1394 کال د کب میاشتې په 18 مه نېټه یې صادره کړې، د قانون په تطبیق كې د خطا له کبله لغوه او استینافا مو حکم وکړ چې ته ماه ګل د ملكې روغتون په زیږنتون كې  صفاکاره او ته نوریه د ماشوم د تښتولو په پېښه كې مجرمې وپېژندل شوئ او د انسان د قاچاق او اختطاف د مبارزې قانون د 6 مې مادې د 7 مې فقرې په اساس مو هره یوه په اته اته کاله تنفیذي بند محکومې کړئ او ته محمد هاشم هم د یادې قضیې د پټولو او له مجرم څخه د ملاتړ له کبله د انسان د قاچاق او اختطاف د مبارزې قانون د 14 مادې د لومړۍ فقرې پر اساس په دوه کاله او اووه میاشتې تنفیذي بند محکوم شوې.))
حیدري همداراز زیاته کړه چې د انسان د قاچاق او اختطاف قانون د 22 مې مادې له مخې باید د یاد ماشوم پر سر ۱۵ زره اخستل شوې افغانۍ او د سرو زرو غوږوالۍ د حکومت خزانې ته ورکړل شي. د استیناف محکمې مشر وویل چې د دوی پرېکړه وروستۍ نه ده او محکوم شوي کسان کولای شي چې د تمیز غوښتنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA