د ننګرهار والي سليم کندوزي د نظامي شورا په اونيزه غونډه کې، چې د يكشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، نوي امنيه قوماندان زړور زاهد ته لارښوونه وکړه، چې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کېدو او سړي تښتوونکو د نيولو په اړه جدي اقدامات ترسره کړي.
نوموړي اړوندو مسوولينو په ځانګړي ډول امنيه قوماندان ته سپارښتنه وکړه، چې د انسان تښتوونکو ځالې پيدا او له منځه يوسي. د ننګرهار والي سليم کندوزي د نظامي شورا په اونيزه غونډه کې، چې د يكشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، نوي امنيه قوماندان زړور زاهد ته لارښوونه وکړه، چې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کېدو او سړي تښتوونکو د نيولو په اړه جدي اقدامات ترسره کړي.
نوموړي اړوندو مسوولينو په ځانګړي ډول امنيه قوماندان ته سپارښتنه وکړه، چې د انسان تښتوونکو ځالې پيدا او له منځه يوسي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي همدا راز لارښوونه وکړه، چې د غصب شوو ځمکو بېرته ترلاسه کېدو په هدف د جلال اباد ښاروالۍ او د ځمکو خپلواکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي او همدا راز يې د غاصبينو د نيولو امر هم وکړ.
په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له کوم چلند پرته دې د ټولو موټرو تورې ښيښې سپينې شي، استعلام لرونکو کسانو څخه دې د وسلو ګرځولو اسناد راټول او د بې پلېټه موټرو مخه دې ونيول شي.


