ads

حكومت كډوالو او بې ځايه شويو ته ځانګړې بوديجه بېلوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کډوالو مسئله له عمده ملي مسايلو څخه ده او د کډوالو او بې ځايه شوو ستونزو ته د رسېدنې په هدف دې ځانګړې بوديجه په پام کې ونيول شي.نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د کډوالۍ عالي کمېسيون جوړه شوې غونډه كې […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1395
حكومت كډوالو او بې ځايه شويو ته ځانګړې بوديجه بېلوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کډوالو مسئله له عمده ملي مسايلو څخه ده او د کډوالو او بې ځايه شوو ستونزو ته د رسېدنې په هدف دې ځانګړې بوديجه په پام کې ونيول شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د کډوالۍ عالي کمېسيون جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې حکومت بايد د طبيعي پېښو او جنګونو له كبله د بېځايه شوو لپاره واضح امکانات او تيارى ولري، ترڅو په وخت د هغوى ملاتړ او ورته رسيدګي وکړي. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کډوالو مسئله له عمده ملي مسايلو څخه ده او د کډوالو او بې ځايه شوو ستونزو ته د رسېدنې په هدف دې ځانګړې بوديجه په پام کې ونيول شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د کډوالۍ عالي کمېسيون جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې حکومت بايد د طبيعي پېښو او جنګونو له كبله د بېځايه شوو لپاره واضح امکانات او تيارى ولري، ترڅو په وخت د هغوى ملاتړ او ورته رسيدګي وکړي.
غونډې له اداري فساد سره د مبارزې پر پاليسۍ او د کډوالو چارو وزارت د فعاليتونو د تنظيم د مقررې، د پناه ورکولو چارو قانون او د داخلي بې ځايه شوو د سروې د پلان په اړه بحث وکړ.
په غونډه كې پرېكړه وشوه، چې د ماليې وزارت دې د داخلي بې ځايه شوو د سروې ترسره کولو لپاره مالي امکانات برابر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA