د کندهار-ارزګان پر لويه لار له تېرې اوونۍ راهيسي د افغان ځواكونو او طالبانو درنه جګړه روانه ده، چې دواړه غاړې په كې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي
د جګړې په پيل کي طالبانو د ۲۵ په شاوخوا کي امنيتي پوستې نيولې او د کندهار- ارزګان لويه لار يې هم بنده کړې وه.
د لارې د خلاصون او پوستو د بېرته نيولو لپاره د کندهار او ارزګان د امنيتي مسؤلينو په همکارۍ ګډ عمليات پيل کړل. اوس د کندهار امنيتي مسؤولينو خبر ورکړی، چې د دغي لارې د خلاصون په عملياتو کې يې د کندهار لپاره د طالبانو والي مولوي حيات الله مشهور په حاجي لالا او مرستيال والي مولوي احمد شاه همت مشهور په ارماني وژل شوي دي. د کندهار-ارزګان پر لويه لار له تېرې اوونۍ راهيسي د افغان ځواكونو او طالبانو درنه جګړه روانه ده، چې دواړه غاړې په كې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي
د جګړې په پيل کي طالبانو د ۲۵ په شاوخوا کي امنيتي پوستې نيولې او د کندهار- ارزګان لويه لار يې هم بنده کړې وه.
د لارې د خلاصون او پوستو د بېرته نيولو لپاره د کندهار او ارزګان د امنيتي مسؤلينو په همکارۍ ګډ عمليات پيل کړل. اوس د کندهار امنيتي مسؤولينو خبر ورکړی، چې د دغي لارې د خلاصون په عملياتو کې يې د کندهار لپاره د طالبانو والي مولوي حيات الله مشهور په حاجي لالا او مرستيال والي مولوي احمد شاه همت مشهور په ارماني وژل شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني کلید راډيو ته وویل، پرون سهار لس بجې د کندهار – ارزګان د لويې لارې پر سر په کټه سنګ سيمه کې له وسله والو طالبانو سره درنه جګړه پيل شوه چې د مازيګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړ.
د کندهار- ارزګان لويه لار له تېرو څو ورځو را په دې خوا د ټرافيکو پر مخ تړلې ده چې له امله يې په ارزګان کې د خوراکي او نورو توکو بيې لوړې شوې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د خپل والي او مرستيال والي د وژنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


