ads

۱۲ كاله وروسته د لغمان دارالمعلمين ته چاردېوالي جوړېږي

چارواكي وايي، په لغمان كې يې د دارالمعلمين د احاطې او چاردېوالۍ د جوړولو چارې پيل كړي چې ټول ټال څلور ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د دغه تعلیمي مرکز د […]

نویسنده: TKG
12 غویی 1395
۱۲ كاله وروسته د لغمان دارالمعلمين ته چاردېوالي جوړېږي

چارواكي وايي، په لغمان كې يې د دارالمعلمين د احاطې او چاردېوالۍ د جوړولو چارې پيل كړي چې ټول ټال څلور ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د دغه تعلیمي مرکز د چهار دیوالۍ چارې د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا غړو او د بیلا بیلو ادارو د مسوولینو لخوا پرانستل شوې. چارواكي وايي، په لغمان كې يې د دارالمعلمين د احاطې او چاردېوالۍ د جوړولو چارې پيل كړي چې ټول ټال څلور ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د دغه تعلیمي مرکز د چهار دیوالۍ چارې د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا غړو او د بیلا بیلو ادارو د مسوولینو لخوا پرانستل شوې.
سرچینه وایي، دغه چهار دیوالي ۶۸۰ متره اوږدوالی لري، چې د څلور ملیونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت به په درې میاشتو کې تکمیل شي.
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه دارالمعلمین  کې ۱۰۵۶ تنه پر زده كړو بوخت دي، چې له ډلې یې ۵۵۵ تنه نجونې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA