په هند کې د سختې ګرمۍ له كبله د مړو شوو کسانو شمېر ۳۰۰ ته پورته شو او په يو شمېر سيمو کې چارواکو په پخولو او خوړلو بنديز لګولى، ترڅو د پخولو په مهال د ګرمۍ له كبله اورلګېدنه رامنځته نشي.
هندي چارواکو ويلي، تر ټولو زياتې ځپل شوې سيمې د تلنګانا، آندرا پردېش او اړيسه ايالتونه دي، چې په تېرې اپرېل مياشت کې په کې ۳۰۰ کسان مړه شوي دي. په هند کې د سختې ګرمۍ له كبله د مړو شوو کسانو شمېر ۳۰۰ ته پورته شو او په يو شمېر سيمو کې چارواکو په پخولو او خوړلو بنديز لګولى، ترڅو د پخولو په مهال د ګرمۍ له كبله اورلګېدنه رامنځته نشي.
هندي چارواکو ويلي، تر ټولو زياتې ځپل شوې سيمې د تلنګانا، آندرا پردېش او اړيسه ايالتونه دي، چې په تېرې اپرېل مياشت کې په کې ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
په يادو ولايتونو کې د تودوخې درجه له ۴۴ درجو پورته ثبت شوې، چې له كبله يې په يو شمېر سيمو کې ښوونځي له وخت مخکې رخصت اعلان شوي دي.
دغه راز په مهاراشترا او ګجرات کې د سيندونو اوبه کمې شوي او جهيلونه هم وچ شوي، چې له كبله يې فصلونه له منځه تللي او لسګونه څاروي هم مړه شوي دي.


