د اسټراليا ګورنر جنرال پيتر کاسکروف وايي، چې هېواد يې په افغانستان کې مرستو او اقتصادي ودې ته ژمن دى.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په ارګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې پيتر کاسکروف له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د اسټراليا او نړيوالو همکارانو د همکارۍ يادونه وکړه او ويې ويل، دا مسئله د دې سبب شوه، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د امنيت د تامين مسووليت واخلي. د اسټراليا ګورنر جنرال پيتر کاسکروف وايي، چې هېواد يې په افغانستان کې مرستو او اقتصادي ودې ته ژمن دى.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په ارګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې پيتر کاسکروف له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د اسټراليا او نړيوالو همکارانو د همکارۍ يادونه وکړه او ويې ويل، دا مسئله د دې سبب شوه، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د امنيت د تامين مسووليت واخلي.
جمهور رئيس غني په اروزګان ولايت کې د اسټراليايي ځواکونو د قربانۍ، فعاليتونو او د ځانګړو ځواکونو د روزنې په برخه کې د هغوى د رول قدرداني او ستاينه وکړه.
دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه بحث وکړ.


