د مرکز كابل په ګډون په بلخ، هرات، ننګرهار، كندهار او ځينو نورو ولايتونو كې په سلګونه فابریکې جوړې او په خورا لوړ کیفیت یې تولیدات پیل کړل، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې ګورو چې د دغو فابریکو له ډلې یو شمېر یې تړل شوي او یو شمېر نورې یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
اسناد او شواهد ښیي چې په تېرو۱۴ کلونو کې تر ۶۰۰۰ ډېرو فابریکو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۵۰۰ فابریکو خپل فعالیت نه دی پیــل کــړی، خـو پـه پاتې ۲۵۰۰ فعالو فابریکو کـې شـاوخوا ۱۰۲۴ یــې د تــړل کېـدو لــه خـطـر سره مخ دي. د مرکز كابل په ګډون په بلخ، هرات، ننګرهار، كندهار او ځينو نورو ولايتونو كې په سلګونه فابریکې جوړې او په خورا لوړ کیفیت یې تولیدات پیل کړل، خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې ګورو چې د دغو فابریکو له ډلې یو شمېر یې تړل شوي او یو شمېر نورې یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
اسناد او شواهد ښیي چې په تېرو۱۴ کلونو کې تر ۶۰۰۰ ډېرو فابریکو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي چې له دې ډلې ۳۵۰۰ فابریکو خپل فعالیت نه دی پیــل کــړی، خـو پـه پاتې ۲۵۰۰ فعالو فابریکو کـې شـاوخوا ۱۰۲۴ یــې د تــړل کېـدو لــه خـطـر سره مخ دي.
دا موضوع د سوداګرۍ خونې مسوولینو او د صنعتکارانو اتحادیې تایید کړې ده. د سوداګرۍ خونې مسوولین او د صنعتکاراتو اتحادیه وايي چې د پانګونې پر وړاندې خنډونه ډېر شوي او د ملي یووالي حکومت دغې مسئلې ته جدي توجه نه کوي. دوی وايي، که د ملي یووالي حکومت فابریکه لرونکو ته پام ونه کړي، ډېرې فابریکې به وتړل شي.
د صنعتکارانو ټولنه وايي چې د ملي یووالي حکومت د کورنیو تولیداتو د ودې له پاره سمه اقتصادي پالیسي نه لري. د دوی په خبره د ملي یووالي حکومت چارواکي یوازې ژمنې ورکوي، خو عمل نشته دی.
د ملي یووالي حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې د داخلي تولیداتو د ودې له پاره به اساسي ګامونه پورته کوي، خو اوس داسې ښکاري چې په دې برخه کې ډېر څه نه دي شوي.
د صنعتکارانو ټولنې د مرستیال عبدالرحیم فیضان خبره ده چې په تېر کال کې د هېواد په ډېری صنعتي پارکونو کې یو شمېر فابریکې له سقوط سره مخ شوې دي. دی وايي، پـه هـرات کې که څه هم د خوراکي توکو او درمل جوړولو نږدې ۸ فابریکې نوې جوړې شوې دي، خو د برېښنا د نشتوالي او د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته توکو د وارداتو له کبله بازار نه لري.
د فیضان د معلوماتو پر بنسټ د کابل په بګرامیو کې د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک وضعیت هم خراب دی. د ده په خبره په دغه صنعتي پارک کې دوه فابریکې تړل شوې او ۳۲ نورې یې په تاوان کې دي: (( که توجه ونشي، سقوط به شي.))
د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال وايي، په پلچرخي کې بیا یو شمېر کوچنیو فابریکو د دې په خاطر خپل تولیدات درولي دي چې له لویو فابریکو سره سیالي نشي کولای: (( حکومت حمایوي نقش نه لري، له همدې کبله ونه توانېد چې د فابریکو د سقوط مخه ونیسي.))
د جلال اباد په اړه ویل کېږي چې دغلته شاوخوا ۱۶۰ وړې او لویې فابریکې فعالیت لري چې له هغې ډلې ۸ فابریکو خپلې دروازې تړلې دي. دغو فابریکو مرمر ډبرې او مبلائیل تولیدول.
د فیضان په خبره، د مبلائیلو د تولید دوه فابریکې له دې کبله وتړل شوې چې ونه توانېدل خپلو تولیدي توکو ته بازار پیدا کړي. د مرمرو شپږ فابریکې بیا د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي له کبله تړل شوې دي.
د ننـګـرهــار ولایـت د صنـعتکارانو د اتحاديې مشر تور ملنـګ بیا وایي چې د برېښنا نشت د دوی عمده ستونزه ده. د نوموړي په خبره دغه ولایت ته له پایتخت کابل څخه ۲۵ مېګاواټه برېښنا ځانګړې شـــوې، خــو اوس یـوازې ۱۲ مېـګاواټــه بــرېښـنـا جلال اباد ته ورکول کېږي. ملنګ زياتوي: ((يو دا چې د برېښنا شرکت مرکزي دفتر له موږ سره دوه ګونی چلند کوي او بله دا چې له نغلو څخه چې ننګرهار ته د برېښنا کوم لين راغلی دی، له ناامنو سيمو تېر شوی چې ډېری وخت د مخالفينو له لوري پرې کېږي او دلته صنعتي کمپنۍ له زیان سره مخ کېږي.))
په کندهار كې هم ډېرې فابریکې د برېښنا د نشت، زیاتې مالیې او د مشابه توکو د وارداتو له کبله تړل شوې دي. راپورونه ښيي چې تېر کال په کندهار کې ۲۵۰ فابریکې فعالې وې، خو سږکال دا شمېره نیمايي ته ( ۱۲۵) راښکته شوې ده.
د فابریکو چارواکي وايي، د برېښنا نشت، لوړه مالیه او د مشابه توکو واردات سبب شوي چې د دوی فعالیتونه ټکني کړي او یو شمېر نورې د سقوط تر درشله ورسوي. د كندهار د صنعتي پارك د اتحاديې مرستيال فيض الحق مشكاڼۍ وايي چې په دغه ولایت کې د فابریکه لرونکو لویه ستونزه د بريښنا نشت او لوړه مالیه ده، هغه وايي: (( د بريښنا ترڅنګ مو بله ستونزه دا ده، هغه څه چې موږ دلته په فابريكو كې تولیدوو، هغه له بهر څخه هم راځي او درېیمه اساسي ستونزه مو د زیاتې ماليې ورکړه ده.)) د مشكاڼي په خبره، د دولت له لوري له فابریکه لرونکو څخه د زیاتې مالیې اخستل سبب کېږي چې د تولیدي توکو قیمتونه لوړ او خلک یې له پېرلو لاس واخلي: (( بهرني توکي خلکو ته ارزانه پریوځي، زموږ د کورني تولید قیمت د زیاتې مالیې له کبله لوړ وي او خلک کورني تولیدات نه پېري چې په نتیجه کې یې زموږ فابریکې له سقوط سره مخ کېږي.))
مشکاڼی وايي چې دا ستونزه تر ډېره دولت جوړه کړې او که چېرې په دې برخه کې اقدام ونشي، ډېرې فابریکې به وتړل شي:(( تر څو چې په فابریکو ټکس نه وي کم شوی او د مشابه توکو واردات نه وي بند شوي، په کندهار کې به د تولیدي فابریکو حال مړ ژواندی وي.))
راپورونه ښيي چې د کندهار ولایت په تولیدي فابریکو کې تر ۴ زرو ډېر کارګر کار کوي چې په تړل کېدو به یې ټول بې روزګاره شي.
له کندهار ورهاخو په بلخ ولایت کې هم فابریکې له ستونزو سره مخ دي. د بلخ ولایت فابریکه لرونکي وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو څو کلونو کې تر سلو ډېرې فابریکو فعالیت درلود چې د هغو له ډلې شاوخوا ۷۰ یې تړل شوې دي.
د غالیو له پاره د تار اوبدلو فابریکې چې له څلورو کلونو راهیسې د مزارشریف په جنوبي برخه کې فعالیت درلود، د بهرنیو تارونو د وارداتو له کبله یې لویه برخه فعالیت له ستونزې سره مخ شوی دی. د دې فابریکې مشر نصرت الله ویلي چې د خارجي بې کیفیته تارونو سره یې د سیالۍ توان نه درلود: (( په فابریکې مو یو ملیون ډالره پانګونه کړې، خو اوس له سقوط سره مخ ده، که دولت پاملرنه ونه کړي صنعتکاران به اړ شي چې د ټولو فابریکې دروازې وتړي.))
په بلخ کې د تارونو د تولید پر فابریکې سربېره د خوراکي توکو ځینې فابریکې هم تړل شوې دي. د دغو فابریکو چارواکي، د خارجي توکو واردات د خپلو فابریکو او کارځایونو د تړل کېدو عمده علت بولي. له بل لوري په هېواد کې د بوټانو د تولید صنعت هم له ستونزو سره مخ شوی دی. د افغانستان د بوټ جوړوونکو ټولنې مشر اصف جامي وینا ده چې د بوټ جوړوونې په ۵۲۵ کارخونو کې ۲۵۰۰ تنه په کار بوخت دي، خو په خبره یې دا صنعت اوس له ستونزو سره مخ دی. د جامي په خبره د بوټ جوړوونکو ټولنې پخوا د یوه کال په ترڅ کې د اووه نیم ملیونه جوړه بوټانو د تولید ظرفیت لرلو، خو اوس یې د تولید کچه درې نیم ملیونه جوړه بوټانو ته رالوېدلې ده. جامي وړاندې ویلي: (( د يو لړ اقتصادي ستونزو له کبله چې هېواد ورسره مخ دی د بوټ جوړولو ډېرې لويې فابریکې غيرفعاله دي او له بلې خوا په افغانستان کې جوړ شوي بوټان خارج ته نه استول کېږي. له بده مرغه دولت هم هر کال ۳۳۰ زره پوځي بوټان له بهره راوړي.))
د بوټ جوړوونکو ټولنې مشر اصف جامي د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال په سلواغه کې ویلي وو چې تر ۱۳۷۱ لمریز کال دمخه په افغانستان کې د بوټ جوړولو ۳۰۰۰ کوچنیو کارخانو فعالیت درلود.
ناورین
د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواكي وايي چې د فابریکو پرله پسې تړل کېدل په هېواد کې د بې روزګارۍ بحران ته لمن وهي. د دغې اداې د معلوماتو پر بنسټ دم ګړۍ د هېواد په کچه نږدې ۸ملیونه افغانان بې روزګاري دي چې باید مخنیوی یې وشي. د دغې خونې د معلوماتو له مخې ډېری فابریکې له حكومتي ملاتړه د محروميت، ناامنۍ او د پانګونې د پېچلو قوانينو په نتیجه کې هم تړل شوې دي. د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيكو مسوول اذرخش حافظي له حكومته په همدې برخه كې د خاصې توجه غوښتونكى دى او وايي كه حكومت د داخلي توليداتو له پاره د پرمختګ او ودې اسباب برابر كړي؛ نو لرې نه ده چې افغانستان به په صنعتي ډګر كې خپل خاص مقام ترلاسه کړي. د حافظي په وینا د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کېدو غوره لار د کرنې میکانیزه کول، د توليدي تصدیو وده او د معدني سرچینو استخراجول دي، خو په خبره یې په دې برخه کې په تېرو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، حتا په دې برخو كې قوانين هم د يو شمېر ستونزو ښكار او پېچلي پاتې دي. په ننګرهار كې د پلاستيكي پايپونو د فابريكي د مديره پلاوي غړى انجنير شيرخان بیا د ګاونډيانو د ډمپنګ بازار په مخنيوي ټینګار کوي او وايي، تر هغه چې افغانستان ته د مشابه توکو د وارداتو مخنیوی نه وي شوی، افغان فابریکې به له ستونزو سره مخ وي.
د ملکیتونو غصب
د فابریکو د سقوط په اړه اندېښنې په داسې حال کې جدي شوي دي چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي په حکومت دا تور پورې کوي چې د ۱۰۹ ملیونه ډالرو په ارزښت ملکیتونه یې ترې غصب کړي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول اذرخش حافظي وايي چې دا ملکیتونه بېلابېلو دولتي ادارو غصب کړې دي. نوموړی زیاتوي، که حکومت له کورنیو پانګه والو ملاتړ ونه کړي؛ نو ښايي خلک نور په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه وځنډوي: ((موږ له دولت څخه غواړو چې له خوب دې ویښ شي او له شته فرصتونو دې استفاده وکړي، پانګه والو ته دې د پانګونې زمینه برابره کړي ترڅو په هېواد کي د بې کارۍ کچه را ټيټه شي.))


