ads

رودات: د طالبانو نومول شوى مرستيال ولسوال له اووه ملګرو سره نيول شوى

د ملي امنیت لوی ریاست د ننګرهار روداتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوئ مرستيال ولسوال د نیولو خبر ورکوي.د یاد ریاست په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي، عبدالولي چې په منصور مشهور و، له خپلو اوو تنو همکارانو سره د روداتو ولسوالۍ په سره كلا سیمه کې د یو لړ […]

نویسنده: TKG
12 غویی 1395
رودات: د طالبانو نومول شوى مرستيال ولسوال له اووه ملګرو سره نيول شوى

د ملي امنیت لوی ریاست د ننګرهار روداتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوئ مرستيال ولسوال د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ریاست په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي، عبدالولي چې په منصور مشهور و، له خپلو اوو تنو همکارانو سره د روداتو ولسوالۍ په سره كلا سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې نیول شوي کسان په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کوي. د ملي امنیت لوی ریاست د ننګرهار روداتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوئ مرستيال ولسوال د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ریاست په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې راغلي، عبدالولي چې په منصور مشهور و، له خپلو اوو تنو همکارانو سره د روداتو ولسوالۍ په سره كلا سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې نیول شوي کسان په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له نیول شویو کسانو یو راکټ انداز، یو میل پيکا، پنځه میله کلاشینکوفونه او یو میل تفنګچه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA