د ننګرهار یو شمیر مدني ټولنې له جمهور رئيس، عدلي او قضایي ارګانونو غواړي، چې په کابل کې د وروستي تنکي ماشوم اباسین قاتلین اعدام کړي.
د ننګرهار ولایت یو شمیر مدني ټولنو، ځوانانو او قومي مشرانو پرون په دې اړه د يو خبري کنفرانس له لارې له جمهور رئيس او اړوندو نورو ادارو غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د وروستۍ اختطاف عاملین تر ټولو په سخته سزا یعنې اعدام محكوم کړي.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباوون وویل، د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون په رڼا کې د دغه ډول پیښو سزا اعدام دی او دوی غواړي، چې د اباسين نيول شوي قاتلين، اعدام کړي. د ننګرهار یو شمیر مدني ټولنې له جمهور رئيس، عدلي او قضایي ارګانونو غواړي، چې په کابل کې د وروستي تنکي ماشوم اباسین قاتلین اعدام کړي.
د ننګرهار ولایت یو شمیر مدني ټولنو، ځوانانو او قومي مشرانو پرون په دې اړه د يو خبري کنفرانس له لارې له جمهور رئيس او اړوندو نورو ادارو غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د وروستۍ اختطاف عاملین تر ټولو په سخته سزا یعنې اعدام محكوم کړي.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباوون وویل، د اسلام مبارک دین او د هېواد اساسي قانون په رڼا کې د دغه ډول پیښو سزا اعدام دی او دوی غواړي، چې د اباسين نيول شوي قاتلين، اعدام کړي.
نوموړی وایي، که چېرته په تېر کې د حکومت له لوري ددغه ډول پیښو عاملین اعدام شوی وایي، نو په دغو پیښو کې به دومره زیاتوالی نه و راغلی.
په همدې حال کې بیا لیکوال او ژورنالیست نعمان دوست وایي، د اختطاف او وژنو د دا ډول لويو جنايتونو ترسره كوونكي تر شا نور لاسونه لري، چې د مخنيوي لپاره یې دغه ډول څېرې ولس ته روښانه كول مهم دي.
اباسین چې اصلا د پکتیا د ځاځي اریوب اوسیدونکی و، څه موده وړاندې په كابل كې له خپله كوره وتښتول شو او بيا يې له كورنۍ څخه د سل زره ډالرو غوښتنه كېده.
خو تښتوونكو ترې لومړى يوه ګوته پرې كړه او بيا يې دى د پلار لخوا د پيسو د نه وركړې له كبله وواژه.
دا په داسې حال كې ده چې بيګا جمهور رئيس غني هم د اباسين پلار سره په ټليفون غږېدلى او ورته يې ډاډ وركړى چې د دې قضيې په برخه كې به ورته عدالت رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


