وروسته له هغې، چې پرون سلګونه لاريون کوونکي په بغداد کې د پارلمان ودانۍ ته داخل شول، د امريکا متحده ايالتونو سفارت ټول کار کوونکي له سفارته وتلي دي.
لاريون کوونکو، چې ډېرى يې د شيعه مشر مقتدا الصدر پلويان بلل کېږي، د نوې کابينې په اړه د حکومت پرېکړې غندلي او ويلي يې دي، چې په دغه کابينه کې عدالت نه دى تامين شوى.
بلخوا ملګرو ملتونو د بغداد په زرغونه سيمه کې د خپلو دفترونو د تړلو رپوټونه رد کړي دي. وروسته له هغې، چې پرون سلګونه لاريون کوونکي په بغداد کې د پارلمان ودانۍ ته داخل شول، د امريکا متحده ايالتونو سفارت ټول کار کوونکي له سفارته وتلي دي.
لاريون کوونکو، چې ډېرى يې د شيعه مشر مقتدا الصدر پلويان بلل کېږي، د نوې کابينې په اړه د حکومت پرېکړې غندلي او ويلي يې دي، چې په دغه کابينه کې عدالت نه دى تامين شوى.
بلخوا ملګرو ملتونو د بغداد په زرغونه سيمه کې د خپلو دفترونو د تړلو رپوټونه رد کړي دي.
تر دې وړاندې داسې ويل شوي و، چې په بغداد کې له پروني تاوتريخوالي وروسته ډېرى ډيپلوماټيک دفترونه تړل شوي دي.
د عراق جمهور رئيس فواد معصوم په هېواد کې د سياسي کړکېچ د هواري لپاره د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې ده.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، حکومت ژمن دی، چې په وزارتونو کې پاموړ بدلون راولي او د سمون لپاره سم لاسي ګامونه واخلي.


