د كندهار ښاروالي وايي، د ښار له ۱۵ ناحيو څخه يې په ۱۵ ورځو كې ۶۳۸۵ متره مكعب كثافات ټول كړي او لرې پرتو ويرانو ته يې انتقال كړي دي.
د ښاروالۍ وياند زمرى څرګند وايي، دا كثافات د شپې لخوا د ښار له مختلفو واټونو، مركزي بازارونو، عمومي جادو او نورو برخو ټول شوي دي.
د زمري په وينا د دوى كاري پرسونل د خپلو ورځنيو كارونو د اجرا تر څنګ د نوكريوالۍ ټليفوني شمېرې هم په ښار كې خپرې كړي تر څو په مهم اړين وخت كې ښاروالۍ ته د ښاريانو لاسرسى اسانه شي. د كندهار ښاروالي وايي، د ښار له ۱۵ ناحيو څخه يې په ۱۵ ورځو كې ۶۳۸۵ متره مكعب كثافات ټول كړي او لرې پرتو ويرانو ته يې انتقال كړي دي.
د ښاروالۍ وياند زمرى څرګند وايي، دا كثافات د شپې لخوا د ښار له مختلفو واټونو، مركزي بازارونو، عمومي جادو او نورو برخو ټول شوي دي.
د زمري په وينا د دوى كاري پرسونل د خپلو ورځنيو كارونو د اجرا تر څنګ د نوكريوالۍ ټليفوني شمېرې هم په ښار كې خپرې كړي تر څو په مهم اړين وخت كې ښاروالۍ ته د ښاريانو لاسرسى اسانه شي: (( زموږ كاركوونكو د ناحيو د مديرانو په همكارۍ د ښار ۴ اعشاريه ۲ كېلو متره چرۍ يا ويالې پاكې كړي او له ۱۶ نورو پلچكونو يې هم كثافات ايستلي دي.))
د ده په خبره كه د كندهار د ښاريانو همكاري ورسره دوامداره وه نو د تنظيف مديريت به وتوانېږي چې خلكو ته له كثافاتو يو پاك كندهار ښار وركړي.


