د کډوالو لپاره نړيوالې ادارې رپوټ وركړى، چې تېره شپه په روم سمندرګي كې د ليبيا سواحلو ته نږدې د يوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸۴ کسان د اوبو ښکار شوي دي.
ژغورونکي توانېدلي، چې د سمندر له څپو ۲۶ کسان وژغوري او د لسګونه نورو په لټه کې دي.
د يادې ادارې د چارواکو په وينا، ښايي لسګونه ورک کډوال، چې تراوسه يې هويت نه دى څرګند، مړه شوي وي.
دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې اروپايي هېوادونو د يوې هوکړې له مخې د کډوالو د قبولۍ لپاره سخت قوانين وضعه کړي دي.