ads

د جنوبي كوريا جمهور رئيسه له ۲۳۶ كسيز پلاوي سره تهران ته تللې

ایراني چارواکي وایي، د جنوبي کوریا جمهور رئيسه  پارک ګیون هي  نن تر غرمې وړاندې په یو رسمي سفر تهران ته رسیدلې ده.ایراني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې د جنوبي کوریا له جمهور رئيسې سره یو ۲۳۶ کسیز پلاوی، چې لوړپوړي چارواکي او سوداګر هم په كې دي په درې ورځني  ايران ته […]

نویسنده: TKG
12 غویی 1395
د جنوبي كوريا جمهور رئيسه له ۲۳۶ كسيز پلاوي سره تهران ته تللې

ایراني چارواکي وایي، د جنوبي کوریا جمهور رئيسه  پارک ګیون هي  نن تر غرمې وړاندې په یو رسمي سفر تهران ته رسیدلې ده.
ایراني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې د جنوبي کوریا له جمهور رئيسې سره یو ۲۳۶ کسیز پلاوی، چې لوړپوړي چارواکي او سوداګر هم په كې دي په درې ورځني  ايران ته ورغلې او  له ایراني مقاماتو سره به په دغو دريو ورځو كې په یو لړ هوکړه لیکونو خبرې وکړي.
د جنوبي کوریا چارواکو هم ایران ته د خپلې جمهور رئيسې سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي، چې ټاکل شوې سبا د دوشنبې په ورځ به له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره وویني. ایراني چارواکي وایي، د جنوبي کوریا جمهور رئيسه  پارک ګیون هي  نن تر غرمې وړاندې په یو رسمي سفر تهران ته رسیدلې ده.
ایراني رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې د جنوبي کوریا له جمهور رئيسې سره یو ۲۳۶ کسیز پلاوی، چې لوړپوړي چارواکي او سوداګر هم په كې دي په درې ورځني  ايران ته ورغلې او  له ایراني مقاماتو سره به په دغو دريو ورځو كې په یو لړ هوکړه لیکونو خبرې وکړي.
د جنوبي کوریا چارواکو هم ایران ته د خپلې جمهور رئيسې سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي، چې ټاکل شوې سبا د دوشنبې په ورځ به له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره وویني.
ایران ته د نړۍ یو شمیر هیوادونو مشران په داسې حال کې سفر کوي، چې په ایران نړیوال بندیزونه نرم شوي او تر ټومي هوکړې وروسته د اروپایی هیوادونو مشرانو هم ورته سفرونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA