ads

ننګرهار: هوايي بريدونه او د وسله والو خپلمنځي نښتې، ۵۷ وسله وال مړه او ټپيان

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مختلفو سيمو كې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله د هوایي بریدونو او وسله والو د خپلمنځي نښتې له امله اوښتې ده.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼي کلید ته وویل، د چپرهار ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
ننګرهار: هوايي بريدونه او د وسله والو خپلمنځي نښتې، ۵۷ وسله وال مړه او ټپيان

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مختلفو سيمو كې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله د هوایي بریدونو او وسله والو د خپلمنځي نښتې له امله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼي کلید ته وویل، د چپرهار ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې د پنځو هوایي بریدونو له امله د یوه مشهور طالب قومندان په ګډون ۲۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مختلفو سيمو كې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله د هوایي بریدونو او وسله والو د خپلمنځي نښتې له امله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼي کلید ته وویل، د چپرهار ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې د پنځو هوایي بریدونو له امله د یوه مشهور طالب قومندان په ګډون ۲۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
خوږياڼی همدا راز د يوې بلې پېښې په اړه وایي، د هسکې مېنې په نرۍ اوبو سیمه کې د بې پېلوټه برید له امله ۱۵ داعش وسله والو وژل شوي او وسلې یې هم له منځه تللې دي: (( همدا راز په یاده سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته کې ۸ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي.))
بل لورته خوږیاڼی وایي، چې نن سهار د داعش یو ډلمشر د ملي امنیت په هلو ځلو له خپلو ملګرو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یوځای شوى دى.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
وسله والو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړي، چې د چارواکو په وینا روان کال کې به وسله وال سخت وځپي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA