د ننګرهار د طبي علومو له انسټيټوټ څخه ۲۷ تنه قابله ګانو خپلې زده کړې بشپړې او نن فارغې شوې.
چارواکي هیله من دي، چې د دغو قابله ګانو په زیاتوالي سره به لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم مړینه کمه شي.
د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال کلید ته وویل، چې د ننګرهار طبي علومو له انسټيټيوټ څخه یې په خپله دې دوره کې ۲۷ تنه هغه قابله ګانې فارغې کړي، چې د زون په کچه د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکې دي. د ننګرهار د طبي علومو له انسټيټوټ څخه ۲۷ تنه قابله ګانو خپلې زده کړې بشپړې او نن فارغې شوې.
چارواکي هیله من دي، چې د دغو قابله ګانو په زیاتوالي سره به لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم مړینه کمه شي.
د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال کلید ته وویل، چې د ننګرهار طبي علومو له انسټيټيوټ څخه یې په خپله دې دوره کې ۲۷ تنه هغه قابله ګانې فارغې کړي، چې د زون په کچه د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکې دي.
کامه وال زیاته کړه، د دغو قابلو په فراغت سره به په لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راشي.
په ورته وخت کې بیا د دغو فارغو شويو، نجونو له جملې څو تنو له کلید سره په خبرو کې خوښې وښوده، چې د قابله ګۍ له زده کړو فارغیږي.
دوی وایي، که د کار زمینه ورته برابره شي چمتو دي چې د هیواد په هره سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې کچې د راکمولو په برخه کې همکاري وکړي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې دا ۲۷ تنه قابلې په داسې حال کې خدمت ته وړاندې کیږي، چې لا هم د ننګرهار د یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د ناسمو روغتیايي، خدماتو له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه زیاته ده.


