ads

ننګرهار كې د نفتي بيو له راټيټېدو وروسته هم د كرايو نوې لايحه نه تطبيقېږي

د ننګرهار د ټرانسپورت ریاست چارواکي وایي، د نفتي موادو د بیو له راټیټیدو سره یې ټولو اړونده ادارو او بیلابیلو اډو ته د کرایو نوې لایحه په واک کې ور کړې، خو لا هم نه ده تطبیق شوې.د ننګرهار د ټرانسپورټ رئيس ډاكټر محمد ايوب د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت په دې برخه كې […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
ننګرهار كې د نفتي بيو له راټيټېدو وروسته هم د كرايو نوې لايحه نه تطبيقېږي

د ننګرهار د ټرانسپورت ریاست چارواکي وایي، د نفتي موادو د بیو له راټیټیدو سره یې ټولو اړونده ادارو او بیلابیلو اډو ته د کرایو نوې لایحه په واک کې ور کړې، خو لا هم نه ده تطبیق شوې.
د ننګرهار د ټرانسپورټ رئيس ډاكټر محمد ايوب د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت په دې برخه كې په پاتې راتلو تورنوي او نن يې د جلال اباد کلید راډیو ته د یوې خپرونې پر مهال ومنله، چې په ټولو سیمو کې د کرایو لایحه نه ده تطبیق شوې. د ننګرهار د ټرانسپورت ریاست چارواکي وایي، د نفتي موادو د بیو له راټیټیدو سره یې ټولو اړونده ادارو او بیلابیلو اډو ته د کرایو نوې لایحه په واک کې ور کړې، خو لا هم نه ده تطبیق شوې.
د ننګرهار د ټرانسپورټ رئيس ډاكټر محمد ايوب د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت په دې برخه كې په پاتې راتلو تورنوي او نن يې د جلال اباد کلید راډیو ته د یوې خپرونې پر مهال ومنله، چې په ټولو سیمو کې د کرایو لایحه نه ده تطبیق شوې.
د ټرانسپورت رئیس زیاتوي، د ننګرهار د ګډ کمیسیون چې په کې د ولایت مقام، ښاروالۍ، مستوفیت، ټرافیکو مدیریت مدیریت او ټرانسپورت ریاست استازي برخه لري، د سیمو امنیتي لرېوالي او نورو ابعادو ته په کتو د یو فورمول له لارې د کرایو بیې ټاکي.
هغه زیاته کړه، د یادې لایحې تطبیق د ټرافیکو مدیریت دنده ده؛ خو دغې ادارې خپله چاره سمه نه ده ترسره کړې.
بلخوا د ننګرهار د ټرافیکو مدیر سمونوال سید حمید الله سعادت کلید ته وویل، نه تر اوسه د ټرانسپورټ ریاست له لورې کومه لایحه ورلیږل شوې او نه هم د کرایو ټاکل او تطبیق د دوی دنده ده.
د ننګرهار د ترانسپورت چارواکي په داسې حال کې د کرایو د لایحې د نه تطبیق ستونزه مني، چې اوس هم په اډو کې ډریوران د پخوانۍ لایحې له مخې له مساپرو کرایه اخلي چې ډیری خلک یی د ورکړې توان نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA