د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د هغې اسټرالوۍ میرمنې د تښتولو په تور یې ۸ کسان نیولي، چې د تېرې پنجشنبې په شپه په جلال اباد ښار کې نا درکه شوې ده.
چارواکي وایي، چې نیول شوي كسان ټول د ډاکار موسسې کارکوونکي دي.
۶۰ كلنه میرمن کاترین جین ویلسن په ننګرهار کې له ډاكار موسسې سره ښځو ته د کار موندنې په موخه د زردوزۍ په برخه كې کار کاوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د ډاکار موسسې اته کارکوونکي یې د دغې قضیې په تور نیولي او لومړني معلومات ښيي،چې نیول شوي کسان د دغې میرمنې په تښتولو کې لاس لري. د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د هغې اسټرالوۍ میرمنې د تښتولو په تور یې ۸ کسان نیولي، چې د تېرې پنجشنبې په شپه په جلال اباد ښار کې نا درکه شوې ده.
چارواکي وایي، چې نیول شوي كسان ټول د ډاکار موسسې کارکوونکي دي.
۶۰ كلنه میرمن کاترین جین ویلسن په ننګرهار کې له ډاكار موسسې سره ښځو ته د کار موندنې په موخه د زردوزۍ په برخه كې کار کاوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د ډاکار موسسې اته کارکوونکي یې د دغې قضیې په تور نیولي او لومړني معلومات ښيي،چې نیول شوي کسان د دغې میرمنې په تښتولو کې لاس لري.
دا په داسې حال ده، چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر جولي بیشپ پرون په یو خبري کنفرانس کې وویل، د میرمن کاترین له تښتول کیدو خبر دی او افغان حکومت ورته ډاډ ورکړی، چې د نوموړې د تښتول کېدو قضیه په جدي توګه تعقیبوي.
په ننګرهار کې دا بهرنۍ وګړې په داسې حال کې تښتول کېږي، چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار د انسان تښتونې د ډېرو پیښو شاهد دی.
تر دې وړاندې په جلال اباد كې د انسان تښتونې لويه پېښه دا وه چې وسله والو د افغانستان د قاضي القضات پلار څو ورځې تښتولى او له ځان سره ساتلى و، خو وروسته ولايتي ادارې د قاضي القضات د پلار د خوشې كېدو خبر وركړ، مګر د تښتوونكو درك يې ونه لګېد.


