صديقه كريمي له څلورو كلونو راهيسې د بېلابېلو لاسي صنايعو د توليد په برخه كې فعاليت لري، خو د تېر كال په څېر يې هېڅكله د توليداتو د خرڅلاو بازار سوړ نه و.
نوموړې د “افق كابل” په نوم د لاسي صنايعو د توليد شركت په خپل مټ چلوي او ۲۰ تنه نورې ښځې يې هم د ماشومانو د جامو اوبدلو، لاسي او ماشيني ګنډنو، د ګليمونو اوبدلو او ګاڼو جوړولو په برخه كې تر لاس لاندې كار كوي.
سره له دې چې د هغې توليدي شركت ښه توليدات لري او مينه وال يې هم ډېر دي، خو له یو کال راهیسې د بازار خرابوالي ورته لويه ستونزه جوړه كړې او د بازار د ښه كېدو په تمه ده.

صديقه وايي، مخكې چې امنيت ښه و او يو شمېر بهرنيان له خپلو كورنيو سره په كابل كې اوسېدل، د دوى له توليداتو سره يې ډېره مينه درلوده او په ښه بيه به يې ورڅخه اخيستل، خو اوس چې د افغانانو اقتصادي حالت هم خراب شوى، نو د دوى چارې هم په ټپه درېدلې دي.
هغه زياتوي: “توليدات مو ټول په تاوان خرڅوو، هغه څه مو چې په ۱۰۰۰ افغانيو جوړ كړي اوس يې څوك په ۵۰۰ هم نه اخلي، خو په نندارتونونو كې د خرڅلاو له لارې څه ناڅه ګټه كوو.”
صديقې لومړى په ۳۰۰۰ افغانيو خپل كار پيل كړ او خپلې لاسي ګنډنې به يې په خپلو ګاونډيانو پلورلې، خو ورو ورو يې د توليداتو مينه وال ډېر شول او له نورو ښځو څخه يې هم د ګنډنو په برخه كې مرسته غوښته، تر هغې چې د “افق كابل” شركت يې پرانيست.
د نوموړې په وينا، د ښځو په اقتصادي چارو كې هم واسطې او پېژندګلوي په نظر كې نيول كېږي، ځكه هغه ښځې چې د پروژو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د لاسي صنايعو د كيفيت د ښه والي په خاطر د زده كړو لپاره استول كېږي، بايد واسطه ولري، كه نه نو له دې فرصت څخه بې برخې كېږي.
صديقه وايي، په بهرنيو هېوادونو كې جوړېدونكو نندارتونونو كې د ګډون لپاره ډېرې پيسې په كار دي: “په هند، چين، تاجكستان او نورو هېوادونو كې د نندارتون د يوې غرفې كرايه ۲۰۰۰ ډالره ده چې زموږ له وسه نه ده پوره، كه هر څومره خرڅلاو هم ولرو، ګټه نشو كولاى.”
د هغې په خبره، څه موده وړاندې د افغانستان او ايران د لاسي صنايعو او خوراكي توكو ګډ نندارتون جوړ شو، خو دا چې د غرفو كرايه لوړه وه، افغان ښځو پكې ګډون نه درلود.
صديقه له چارواكو غواړي چې د سوداګرو ښځو د ستونزو د هوارولو لپاره دې يوازې ژمنې نه كوي، بلكې عملي هڅې دې وكړي.
ع. ملاحت
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ