ads

مسعود: پاكستان د ثور تر اتمې وروسته د افغانستان چارو كې مداخله پيل كړې او لا هم دوام وركوي

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئيس ځانګړى استازي احمدضیا مسعود نن په كابل كې د ثور د اتمې په مناسبت يوې غونډې ته ويلي، مجاهدین په هیواد کې مهم رول لري.ضيامسعود زياته كړه، د ثور تر بري وروسته پاکستان مستقیما په افغانستان کې لاسوهنې پیل کړې او یوازې په کابل کې یې […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
مسعود: پاكستان د ثور تر اتمې وروسته د افغانستان چارو كې مداخله پيل كړې او لا هم دوام وركوي

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئيس ځانګړى استازي احمدضیا مسعود نن په كابل كې د ثور د اتمې په مناسبت يوې غونډې ته ويلي، مجاهدین په هیواد کې مهم رول لري.
ضيامسعود زياته كړه، د ثور تر بري وروسته پاکستان مستقیما په افغانستان کې لاسوهنې پیل کړې او یوازې په کابل کې یې بیلابیلې ډلې وګمارلې تر څو افغانستان په کنډواله بدل کړي.
د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي وسله وال طالبان د پاکستان مزدوران وبلل او په زغرده یې وویل، چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي. د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئيس ځانګړى استازي احمدضیا مسعود نن په كابل كې د ثور د اتمې په مناسبت يوې غونډې ته ويلي، مجاهدین په هیواد کې مهم رول لري.
ضيامسعود زياته كړه، د ثور تر بري وروسته پاکستان مستقیما په افغانستان کې لاسوهنې پیل کړې او یوازې په کابل کې یې بیلابیلې ډلې وګمارلې تر څو افغانستان په کنډواله بدل کړي.
د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي وسله وال طالبان د پاکستان مزدوران وبلل او په زغرده یې وویل، چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي.
نوموړي یو ځل بیا وویل چې مجاهدین کولی شي د هیواد په امنیت او ثبات کې کلیدي رول ولوبوي.
ده له ټولو مجاهدینو څخه وغوښتل، چې په ملي مسایلو کې بې تفاوته پاتې نه شي او په هره ملي مسئله کې د غبرګون  په ښودلو سره خپل پخوانی رسالت وساتي .
په کابل کې د ثور د اتمې د بریا نمانځغونډې ته په وينا كې چې نن د یو شمیر جهادي قوماندانو او یو شمیر حکومتي چارواکو لخوا را بلل شوې وه، احمدضیا مسعود له افغانانو وغوښتل چې د پاکستان د مداخلو پر وړاندې ملي مقاومت پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA