د کينيا پايتخت نايروبي کې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله د يوې شپږ پوړيزې ودانۍ د نسکورېدو پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
كينيايي رسنۍ وايي، د دې هېواد په شمال ختيځه سيمه حوروما کې يوه شپږ پوړيزه ودانۍ نړېدلې، چې له كبله يې درې تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ژغورونکو دوه کسان د ودانۍ له خاورو ژوندي را ايستلي او لسګونه نور کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي. د کينيا پايتخت نايروبي کې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله د يوې شپږ پوړيزې ودانۍ د نسکورېدو پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.
كينيايي رسنۍ وايي، د دې هېواد په شمال ختيځه سيمه حوروما کې يوه شپږ پوړيزه ودانۍ نړېدلې، چې له كبله يې درې تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ژغورونکو دوه کسان د ودانۍ له خاورو ژوندي را ايستلي او لسګونه نور کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.
چارواکو ويلي، چې ۱۵۰ کسان يې له سيمې خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي.


