ads

شهيم: كندوز كې د طالبانو سناريو له ماتې سره مخ شوې

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قدم شاه شهيم نن يو ګډ خبري كنفرانس ته په وينا كې ويلي، په کندوز کې د وسله والو طالبانو پخوانۍ سناریو له ماتې سره مخ شوې او په ټول توان سره یې د امنیتي ځواکونو مقابله کړې ده.د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم نن […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
شهيم: كندوز كې د طالبانو سناريو له ماتې سره مخ شوې

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قدم شاه شهيم نن يو ګډ خبري كنفرانس ته په وينا كې ويلي، په کندوز کې د وسله والو طالبانو پخوانۍ سناریو له ماتې سره مخ شوې او په ټول توان سره یې د امنیتي ځواکونو مقابله کړې ده.
د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم نن په کابل کې د شفق عملیاتو دوام ته په اشاره وويل، د هیواد په ټولو برخو کې دا عمليات په خورا بریالیتوب روان دي.
لوی درستیز شهیم ملي شورا ته د جمهور رئيس تاریخي وینا وستایله او څرګنده یی کړه، چې د جمهور رئيس غني وروستیو څرګندونو او کلک دریځ وسله وال پوځ ته د مخالفينو پر وړاندې لا نوره روحیه ورکړه. د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قدم شاه شهيم نن يو ګډ خبري كنفرانس ته په وينا كې ويلي، په کندوز کې د وسله والو طالبانو پخوانۍ سناریو له ماتې سره مخ شوې او په ټول توان سره یې د امنیتي ځواکونو مقابله کړې ده.
د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم نن په کابل کې د شفق عملیاتو دوام ته په اشاره وويل، د هیواد په ټولو برخو کې دا عمليات په خورا بریالیتوب روان دي.
لوی درستیز شهیم ملي شورا ته د جمهور رئيس تاریخي وینا وستایله او څرګنده یی کړه، چې د جمهور رئيس غني وروستیو څرګندونو او کلک دریځ وسله وال پوځ ته د مخالفينو پر وړاندې لا نوره روحیه ورکړه.
لوی درستیز قدم شاه شهیم زیاته کړه، داعش وسله والې ډلې د کونړ په مرورې او د ننګرهار په چپرهار ولسوالیو کې سخته ماتې خوړلې او لسګونه وسله وال یی له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په یاد امنیتي خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزرات  مسولینو ومنله، چې په یو شمیر ولایتونو کې د جنایی پیښو ګراف لوړ شوی دی.
امنيتي مسوولينو وويل، په شفق عملیاتو کې د پولیسو رول مهم او برجسته دی او په خبره یې له دښمن څخه د پاکو شويو سیمو ساتلو کې پولیسو مهم رول لوبولی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA