ads

د یوه عسکر خاطرې او سوالګرۍ ته کېناستل

عسکر ستړی- ستومانه له پوستې راوځي، د کېږدۍ په څنګ کې له زړې او تورې چای جوشې لږ اوبه په پیاله کې اچوي، په دوه پښو کېني په بسم الله ويلو د اوبو ګيلاس په سر اړوي، د الله ج شکر ادا کوي او وايي شکر چې مسلمان دې پيدا کړی يم. شاوخوا ګوري، وړاندې […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
د یوه عسکر خاطرې او سوالګرۍ ته کېناستل

عسکر ستړی- ستومانه له پوستې راوځي، د کېږدۍ په څنګ کې له زړې او تورې چای جوشې لږ اوبه په پیاله کې اچوي، په دوه پښو کېني په بسم الله ويلو د اوبو ګيلاس په سر اړوي، د الله ج شکر ادا کوي او وايي شکر چې مسلمان دې پيدا کړی يم. شاوخوا ګوري، وړاندې د لوړو غرونو ډډې په خړو لوګيو پټې او له هوا په راټيټو ورېځو پوښلې ښکاري.
عسکر ډېر ستړی او ستومانه ښکاري، د هغه اروا ستړې ده، ځکه په هر ډز او چاودنه کې مرګ ویني، خو بیا هم ځان الله جل جلاله ته سپاري او د سيمې له خلکو سره له همکارۍ او مرستې نه ستړی کېږي، بلکې لا خوند ترې اخلي. عسکر ستړی- ستومانه له پوستې راوځي، د کېږدۍ په څنګ کې له زړې او تورې چای جوشې لږ اوبه په پیاله کې اچوي، په دوه پښو کېني په بسم الله ويلو د اوبو ګيلاس په سر اړوي، د الله ج شکر ادا کوي او وايي شکر چې مسلمان دې پيدا کړی يم. شاوخوا ګوري، وړاندې د لوړو غرونو ډډې په خړو لوګيو پټې او له هوا په راټيټو ورېځو پوښلې ښکاري.
عسکر ډېر ستړی او ستومانه ښکاري، د هغه اروا ستړې ده، ځکه په هر ډز او چاودنه کې مرګ ویني، خو بیا هم ځان الله جل جلاله ته سپاري او د سيمې له خلکو سره له همکارۍ او مرستې نه ستړی کېږي، بلکې لا خوند ترې اخلي.
دا عسکر نذیرمحمد نومېږي. نوموړی ټوپک خپل ملګري ته په پوسته کې تسليموي او خپلې شخصي جامې اغوندي.  نذیرمحمد خوشاله دی چې نن يې تنخوا اخستې، مخامخ د بازار په لور ځي او خپلو ماشومانو، مېرمنې، ځان او د کورنۍ نورو غړو ته جامې اخلي او له یو غټ پنډ سره بېرته پوستې ته راستنېږي. پنډ پر ځمکه ږدي او خپلو  ملګرو ته د خپلو ماشومانو واسکټونه، تيارې جوړې جامې، نکريزې، واړه موټرکونه او نور ښکاره کوي. نذیرمحمد د خپل معاش ډېره برخه په سودا ورکړې وه، ځکه سباته اختر و او دی ډېره موده پس کور ته روان و: (( زوی مې د چرمو واسکټ رانه غوښتی و، دا واسکټ مې د هغه له پاره واخست. چرمه دارې جامې مې هم خپلې نازولې لورکۍ ته واخستې، د هغې دا ډول جامې ډېرې خوښېږي.))
نذیرمحمد د سودا تر پېرلو وروسته خپل مشر ته د رخصت اخستو له پاره ورځي، خو مشر ورته وايي چې د اختر لومړۍ ورځ بايد په پوسته کې تېره کړي او په مازديګر يې بيا کور ته تللی شي.
د ۱۳۹۱لمریز کال د لوی اختر ورځ ده. خیمې ته څو ستړي عسکر له ګزمې راګرځي. نذیرمحمد چې د خیمې ستنې ته ډډه وهلې راپورته کېږي، څو خپلو ملګرو ته چای دم کړي. دغه شیبه نذیرمحمد متوجه کېږي چې د سړک پرغاړه چا پیشو تړلې او ډله ماشومان یې پر لور رامات دي: ((په پیشو مې زړه وسوځېد، په ماشومانو مې غږ وکړ چې بېرته وګرځي. ټوپک مې غاړې ته واچاوه او خپله سړک ته ورکوز شوم او ځان مې پیشو ته ورساوه چې خلاصه یې کړم.))
همدا چې نذیرمحمد د پیشو د خلاصولو له پاره لاس اوږدوي، متوجه کېږي چې تر پیشو لاندې ځای کیندل شوی او د یوې خړې بوشکې څنډه ښکاري، نوموړی وايي: (( ځان مې لښتي ته وغورځاوه او چیغه مې کړه چې ماین دی او له همدې سره مې یو دروند درز تر غوږ شو.))
د څو شیبو له پاره دوړې او ګردونه د سیمې اسمان پوښي، لږ شیبه وروسته د نذیرمحمد ملګري ځانونه وررسوي او روغتون ته یې د لېږدولو بندو بست کېږي، دی وايي:(( د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې مې وظیفه اجرا کړې، څو ځله چاودنې راباندې شوې دي، خو ترې روغ وتلی وم، مګر دا ځل د لوی اختر په ورځ قرباني شوم.))
ساتنمن نذیرمحمد په پوليسو کې تر شاملېدو وړاندې شپږکاله په افغان ملي پوځ کې هم دنده ترسره کړې وه. نوموړی اووه اولادونه، بوډا مور او پلار، مېرمن، يوه خور او يو ورور لري، هغه د ۱۳۹۱ لمریز کال په ترڅ کې د خوست له امنيې قومندانۍ څخه د ګربزو ولسوالۍ ته تبدیل شوی و.
ساتنمن چې په روغتونو کې را په خود کېږي، نه پوهېږي چې چېرته دی او څه ور پېښ شوي دي، په سترګو یې توره تیار ده او څه نه ویني. بوډۍ مور یې چې له سترګو يې اوښکې بهېږي پر سر لاس ور تېروي او ورته وايي: ((زویه څنګه یې، هرڅه الله ته وسپاره، دا به د الله ج رضا وه، خو زه خوشاله يم چې تا غوندې زوی لرم، ډېر ماشومان دې وژغورل.))
نذیرمحمد په خپل مخ د مور اوښکې حس کوي، خو دی په دې شیبه کې هم په دې نه پوهېږي چې څه ور پېش شوي دي، هڅه کوي چې سترګې پرانیزي، خو نه کېږي. بیا ښی لاس پورته کوي، خو لاس نشته چې پورته شي: (( حیران شوم چې دا څه خبره ده، ما ګمان کاوه چې وېده یم او خوب ګورم، مګر نه، دا هرڅه په وېښه کې وه، زما سترګې نه وې چې غړېدلې وای او لاس مې نه و چې راپورته کړی مې وای.))
د نذیرمحمد چې له ړندو سترګو اوښکې بهېدې زیاته کړه: (( دا سخته شیبه وه، مور، پلار، مېرمن، ماشومان، خور او ورور مې راته ولاړ وو، خو ما نشول لیدلی، د مېرمنې او ماشومانو ژړا مې اوس هم په غوږونو کې ازانګې کوي، خو ما هېڅ هم ورته نشول کولای، ډېر بې وسه شوی وم.))
تر ټپي کېدو وروسته د ساتنمن نذیرمحمد دوه نور ماشومان هم پیدا شوي، خو دی یې نه ویني او  فقط د هغوی په لمسولو خپله مینه ماتوي: (( نه پوهېږم چې دوی به چاته ورته وي، سپین به وي که تور، کله کله مې همدا ماشومان په خوب کې وینم، خو نه پوهېږم چې ایا څېرې به یې هماغسې وي چې په خوب کې یې وینم او که څنګه؟))
دغه عسکر او کورنۍ یې ډېرې هڅې وکړې چې حکومت یې هند او یا کوم بل هېواد ته د درملنې له پاره واستوي، خو تر ننه یې چا غږ نه دی اورېدلی. نذیرمحمد وايي چې حکومت تر ټپي کېدو  وروسته ورته فقط ۵۰ زره افغانۍ ورکړې او تر ننه یې بیا پوښتنه نه ده شوې.
د پولیسو د دغه عسکر پلار چې له حکومت څخه ناامیده کېږي، له خپلو خپلوانو پیسې په پور اخلي، خپله یوه غوا هم خرڅوي او یوه ټوټه ځمکه هم پلوري، څو د زوی په درملنه یې ولګوي، نذیرمحمد وايي: (( بیا هم د دوا پیسې پوره نشوې، د مېرمنې ګاڼې مې هم وپلورلې او څو ځله هند او پاکستان ته ولاړم، خو ګټه یې ونه کړه او د خدای په هیله پاتې شوم.))

نذیرمحمد وايي چې تر ټپي کېد څو مياشتې وروسته يې ملګرو له خوست څخه زنګ ورته وواهه چې یو ځل ورشي او له دوی سره له نږدې وویني. په  کومه ورځ چې د پولیسو دا عسکر خپلو ملګرو ته ورځي، هغوی تنخوا اخستې وي او د خپلو معاشونو یوه برخه د هغه له پاره بیلوي: ((هغه هم راته غنيمت وې، د يو څه وخت له پاره مو مصرف کړې، کله کله خپلوان هم مرسته راسره کړي.))
ساتنمن نذیرمحمد دغه راز وويل، وياړي چې له خپلې خاورې يې په دفاع کې قرباني ورکړې، خو په خبره یې حکومت او د دوی نور پوځي مشران د عسکرو د قربانیو قدر نه کوي او ځانونو ته د دنګو دنګو ودانیو په جوړولو بوخت دي او ورځ تر بلې خپله شتمني زیاتوي.
نذیرمحمد د خپلو خبرو په ترڅ کې وړاندې وویل: ((زه حیران په دې يم چې ټپي کېږي عسکر، خو مډال د جنرال په اوږه ټومبل کېږي. وژل کېږي عسکر، خو معاش د جنرال لوړېږي، زه نه وایم چې د هغوی معاشونه دې لوړ نشي او مډالونه دې نه ورکول کېږي، بلکې زه دا وایم چې موږ ته دې هم پام وشي. په خدای باور وکړئ چې کور مې کنډوالې ته ورته دی، تېر ژمي کې مې د کوټو کړکۍ نه وې، کړکيو ته مو پلاستيکونه ورکړي وو.))
نذیرمحمد ۱۴ کسیزه کورنۍ لري او په کوم معاش چې اوس د حکومت له لوري ورکول کېږي، د دوی ګوزاره نه پرې کېږي. د پولیسو دا ساتنمن وايي چې اوس یې له بدې ورځې خپل وړوکی زوی تر لاس نیولی وي او په ښار کې سوال کوي، هغه وايي: (( اوس له دې پرته چې په ښار کې یوه او بل ته لاس ونیسم او د خپلو اولادونو له پاره ترې خیرات وغواړم بل څه نشم کولای، حکومت راته شپږ زره معاش افغانۍ راکوي چې هېڅ پرې نه کېږي…))

له دې سره جوخت د نذیرمحمد له ړندو سترګو اوښکو لارې وکړې او خبرې يې په ستوني کې وچې شوې… هغه نور په سلګیو او له خبرو پاتې وو، خو بیا یې هم په ډېر زور سره وویل: ((له دې نه وېریږم چې اولادونه به مې له لوګې مړه شي، الله روزي رسان دی، مګر  پوښتنه مې دا ده چې ایا په دومره بې پروایۍ سره حکومت کېږي؟))
نذیرمحمد له حکومت هیله لري چې ده او د ده په څېر نورو ټپي عسکرو او د وژل شویو عسکرو کورنیو ته دې جدي پام وکړي او د اړتیا تر کچې مرستې دې ور ورسوي: (( دا نه یوازې پر حکومت زموږ حق دی، بلکې دا د حکومت مسوولیت هم دی. حکومت زموږ د اولادونو د تعلیم او روغتیا تضمین کړی، خو اوس چې زه په دې حال کې یم، اولادونه مې بې تعلیمه لوېږي او بدبخته کېږي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA