ads

د ټرمپ په ټاكنيزه غونډه كې نښته، ۲۰ كسان بنديان

د امريكا جمهوري رياست ته د نوماند ډونالډ ټرمپ په ټاكنيزه غونډه كې اخ و ډب ګڼ كسان ټپيان شوي او پوليس وايي چې د نښتې په تور يې تر اوسه ۲۰ كسان نيولي دي.پوليسي سرچينې وايي، ټرمپ د كليفورنيا په كوسټاميسا كې د سي فير اين ايونټ سنټر مخې ته راټولو شويو زرګونه پلويانو […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
د ټرمپ په ټاكنيزه غونډه كې نښته، ۲۰ كسان بنديان

د امريكا جمهوري رياست ته د نوماند ډونالډ ټرمپ په ټاكنيزه غونډه كې اخ و ډب ګڼ كسان ټپيان شوي او پوليس وايي چې د نښتې په تور يې تر اوسه ۲۰ كسان نيولي دي.
پوليسي سرچينې وايي، ټرمپ د كليفورنيا په كوسټاميسا كې د سي فير اين ايونټ سنټر مخې ته راټولو شويو زرګونه پلويانو ته وينا كوله، چې د ټرمپ ګن مخالفين په غونډه راګډ شول او د ټرمپ پلويانو ورسره لاس په لاس نښته پيل كړه.

د نښتې پر مهال د ټپيانو دقيقه شمېره نه ده وركړل شوې، خو سرچينې وايي، د ټرمپ پلويانو تر نښتې وروسته شاوخوا ټولې لارې تړلې دي.
امنيتي سرچينې وايي، په ټپيانو كې يو پوليس هم شته او د نښتې په تور له دواړو ډلو شل كسان نيول شوي دي.
د جمهوري غوښتونكو مخكښ نوماند ډونالډ ټرم د اسلام ضد څرګندونو له كبله په خپله په امريكا او نوره نړۍ كې جنجالونه راپورته كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA