ads

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد كې ۷۳ فيصده وګړي د ملاريا ناروغان دي

د عامې روغتیا وزیر وایي، د هیواد له هرو سلو تنو څخه ۷۳ تنه یې په ملاریا ناروغۍ اخته دي.ډاکټر فیروز الدین فیروز دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د ملاریا پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د […]

نویسنده: TKG
11 غویی 1395
د عامې روغتيا وزارت: په هېواد كې ۷۳ فيصده وګړي د ملاريا ناروغان دي

د عامې روغتیا وزیر وایي، د هیواد له هرو سلو تنو څخه ۷۳ تنه یې په ملاریا ناروغۍ اخته دي.
ډاکټر فیروز الدین فیروز دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د ملاریا پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د ملاریا ختمول د ژوند لپاره) تر سرلیک لاندې نمانځل کیږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز په دې اړه د جلال اباد غونډې ته په وينا كې وويل، د هیواد په کچه د ملاریا ډیرې پیښې په ختیځ کې رامنځته کېږي، نو لا زمه یې وګڼله چې دغه ورځ د زون په کچه ننګرهار کې ونمانځي. د عامې روغتیا وزیر وایي، د هیواد له هرو سلو تنو څخه ۷۳ تنه یې په ملاریا ناروغۍ اخته دي.
ډاکټر فیروز الدین فیروز دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د ملاریا پر وړاندې مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د ملاریا ختمول د ژوند لپاره) تر سرلیک لاندې نمانځل کیږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز په دې اړه د جلال اباد غونډې ته په وينا كې وويل، د هیواد په کچه د ملاریا ډیرې پیښې په ختیځ کې رامنځته کېږي، نو لا زمه یې وګڼله چې دغه ورځ د زون په کچه ننګرهار کې ونمانځي.
وزیر زیاته کړه، په ټول هېواد کې ۷۳ فيصده خلک پر ملاریا ناروغۍ اخته دي، چې ډېره کچه یې په ختیځ زون کې ثبت شوې ده.
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي، تېر کال په ټول زون کې ۷۳ زره وګړي په دغه ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې ۳۹۰۰ د دماغي ملاریا پیښې دي.
ډاکټر کاموال وایي، دوی نن په همدې موخه په ننګرهار كې د پشه خانو د وړیا ویش لړۍ پیل کړه، چې پرمهال به یې ۳۲۰ زره پشه خانې وویشل شي.
روغتیا پالان په دې اند دي، که خلک په خپلو سیمو کې د ډيرانونو او ولاړو اوبو مخنیوي وکړي او پشه خانې استعمال کړي؛ نو له دغې ناروغۍ ځانونه ساتلی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA