د جوزجان چارواكي وايي، د دې ولايت په مرديان ولسوالۍ كې د منتجده ډلې ۱۳ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د جوزجان د والي وياند احمد ضيا غفوري په دې اړه كليد ته وويل، دا ۱۳ تنه وسله وال پرون له خپلو وسلو سره له غره راكېوتي او له جګړې يې لاس اخستى دى.
احمد ضيا زياته كړه، دغو وسله والو د مخالفينو په منتجده ډلې پورې تړاو درلود او له دولت سره په يو ځاى كېدو به يې په سيمه كې امنيتي وضعيت لا د ډاډ وړ شي د جوزجان چارواكي وايي، د دې ولايت په مرديان ولسوالۍ كې د منتجده ډلې ۱۳ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د جوزجان د والي وياند احمد ضيا غفوري په دې اړه كليد ته وويل، دا ۱۳ تنه وسله وال پرون له خپلو وسلو سره له غره راكېوتي او له جګړې يې لاس اخستى دى.
احمد ضيا زياته كړه، دغو وسله والو د مخالفينو په منتجده ډلې پورې تړاو درلود او له دولت سره په يو ځاى كېدو به يې په سيمه كې امنيتي وضعيت لا د ډاډ وړ شي: (( دا كسان په داسې حال كې سولې بهير سره يو ځاى شوي چې ټول ولايت كې لا هم عمليات روان دي او ۵ ولسوالۍ مو له وسله والو پاكې كړې دي.))
په جوزجان كې د عملياتو او اوس له سولې سره د وسله والو د يوې ډلې د يو ځاى كېدو خبر داسې مهال راځي چې تر دې وړاندې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د شمالي ولايتونو په ځانګړي ډول د جوزجان د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو د بلخ امنيت له جوزجان، سرپل، سمنګان او كندوز څخه تر ګواښ لاندې دى.


