ads

پاكستان كې يو افغان استخباراتي افسر نيول شوى

د پاکستان د كورنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د بلوچستان چمن سيمې ته نږدې يې د افغانستان د استخباراتي ادارې يو افسر نيولى دى. دغه وزارت پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د روزي خان په نوم دغه افسر په ناقانونه توګه د پاکستان خاورې ته ور اوښتى و او بېرته افغانستان ته […]

نویسنده: TKG
10 غویی 1395
پاكستان كې يو افغان استخباراتي افسر نيول شوى

د پاکستان د كورنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د بلوچستان چمن سيمې ته نږدې يې د افغانستان د استخباراتي ادارې يو افسر نيولى دى. دغه وزارت پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د روزي خان په نوم دغه افسر په ناقانونه توګه د پاکستان خاورې ته ور اوښتى و او بېرته افغانستان ته د ستنېدو په حال کې و، چې ونيول شو.

د پاکستان د كورنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د بلوچستان چمن سيمې ته نږدې يې د افغانستان د استخباراتي ادارې يو افسر نيولى دى.

دغه وزارت پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د روزي خان په نوم دغه افسر په ناقانونه توګه د پاکستان خاورې ته ور اوښتى و او بېرته افغانستان ته د ستنېدو په حال کې و، چې ونيول شو.

د كندهار ولايت چارواكي، چې  د پاكستان له بلوچستان ايالت سره ګډه پوله لري، په دې اړه بې خبري ښيي.

دا په داسې حال ده، چې په دې وروستيو كې په پاكستان كې د ناقانونه افغان كډوالو د ځورولو او نيولو لړۍ زور اخيستى دى، خو تېره اونۍ د افغانستان د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت اعلان وكړ، پاكستاني چارواكو ورسره ژمنه كړې، چې په نږدې راتلونكې به په دغه هېواد د مېشتو ناقانونه افغان كډوالو د راجستر كولو پروسه پيل كړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA