د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ماين چاودنې له كبله څلور تنه ووژل شول. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک كليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام اړوند په عمرزيو سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ماين چاودنې له كبله څلور تنه ووژل شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک كليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام اړوند په عمرزيو سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو د ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته كړه، چې په دې چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ماين چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې پلي سيمه ييز پوليس له ياد ځايه د تېرېدو په حال کې و.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


