په كاپيسا ولايت كې يو تن د وسله وال بريد په ترڅ كې وژل شوى دى. د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په احمد بېګ تپه کې د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
په كاپيسا ولايت كې يو تن د وسله وال بريد په ترڅ كې وژل شوى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په احمد بېګ تپه کې د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، سيمې ته د دوى پوليس رسېدلي او څېړنې يې پيل کړې دي.
بل خوا د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، وژل شوى کس شين ګل نومېږي، چې تېر کال يې د کورنۍ څلور تنه نور غړي هم د شخصي دښمنۍ له كبله وژل شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د نجراب يو شمېر سيمې نا امنه دي او د حکومت په سيمه کې، چې څوک قتل وکړي، د وسله والوسيمې ته اوړي.


