ads

فليپين كې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد عمليات دوام لري

د فليپين چارواکو پخپل هېواد کې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد وروسته له هغې ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې د روانې اونۍ په منځ کې يې له يو کاناډايي څخه سر پرې کړ. د فليپين چارواکو پخپل هېواد کې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد وروسته له هغې […]

نویسنده: TKG
10 غویی 1395
فليپين كې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد عمليات دوام لري

د فليپين چارواکو پخپل هېواد کې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد وروسته له هغې ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې د روانې اونۍ په منځ کې يې له يو کاناډايي څخه سر پرې کړ.

د فليپين چارواکو پخپل هېواد کې د ابو سياف وسله والې ډلې په ضد وروسته له هغې ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې د روانې اونۍ په منځ کې يې له يو کاناډايي څخه سر پرې کړ.

د فليپين د دفاع وزارت چارواکو ويلي، چې ځواکونو يې د ابو سياف ډلې پر پټنځايونو سخته بمباري کړې او په توپونو يې د هغوى يو شمېر مرکزونه په ځنګلي سيمو کې له منځه وړي دي.

د فليپين د دفاع وزارت وياند نن سهار رسنيو ته وويل، چې د روانو عملياتو په مهال يې له ابو سياف ډلې څخه يو شمېر سيمې نيولې هم دي او دوى ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

ابو سياف وسله والې ډلې پنځه ويشت بهرني اتباع برمته کړي دي او تېره اونۍ يې له يو کاناډايي څخه سر غوڅ کړ.

د فليپين جمهور رئيس بنيګنو اکينو د تېرې چهار شنبې په ورځ ملت سره ژمنه وکړه، چې ياده وسله واله ډله به ماتوي.

ابو سياف وسله والې ډلې څه موده وړاندې له داعش سره بيعت هم اعلان کړ.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA