د ملي امنيت لوى رياست په كابل ښار كې د سړي تښتوونكو د يوې پنځه كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي. د دې ادارې لخوا نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دغه كسان چې نږدې پنځه مياشتې وړاندې يې د اباسين په نوم ۱۴ کلن ماشوم تښتولى او بيا وژلى و، د ملي امنيت لوى رياست موظفينو له خوا په کابل ښار کې ونيول شول.
د ملي امنيت لوى رياست په كابل ښار كې د سړي تښتوونكو د يوې پنځه كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.
د دې ادارې لخوا نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دغه كسان چې نږدې پنځه مياشتې وړاندې يې د اباسين په نوم ۱۴ کلن ماشوم تښتولى او بيا وژلى و، د ملي امنيت لوى رياست موظفينو له خوا په کابل ښار کې ونيول شول.
د سرچينې په وينا، د سړي تښتوونکو د اعتراف په پايله کې د ماشوم د مړي د ښخېدو ځاى د خاک جبار ولسوالۍ په چنارکيلي سيمه کې تثبيت او له خاورو را وايستل شو.
په همدې حال كې د ټولنيزو شبكو يو شمېر كاروونكو د دغه ماشوم د انځورونو په خپرولو د هغه وژل كېدل په كلكه غندلي او دا پېښه يې يو لوى جنايت بللى دى.
دوى د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي، چې پر ماشومانو د جنسي تېريو، د هغوى د وژلو او تښتولو عاملين دې په اعدام محكوم كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ په هرات ښار كې يو ۴۴ كلن سړي پر يوې درې كلنې نجلۍ جنسي تېرى كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


