د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ د رئيس سميع الدين رهين د وژلو په تور دوه تنه نيول شوي دي. رهين پرون ماسپښين خپل کور ته څېرمه د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ د رئيس سميع الدين رهين د وژلو په تور دوه تنه نيول شوي دي.
رهين پرون ماسپښين خپل کور ته څېرمه د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
په پروني بريد کې د نوموړي زوى ټپي شوى دى.
د هرات امنيه قوماندانۍ لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پوليسو دوه کسان د عيني شاهدانو په مرسته له دوو تومانچو او يوه اندازه مهماتو سره نيولي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د هرات د استيناف څارنوالۍ د رئيس وژل كېدل غندلي او د دې ولايت امنيتي چارواكو ته يې امر كړى، چې ژر تر ژره د دې پېښې عاملين ونيسي.
بلخوا لويې څارنوالۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې دغه پېښه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
د هرات والي پرون د دې ولايت له امنيتي بنسټونو غوښتي و، چې د وژنې عاملينو د نيولو لپاره خپل ټول توان وکاروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


