د افغانستان د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله د هند د معلولينو لوبډلې سره د سياليو لپاره نن سهار دغه هېواد ته لاړه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله به د هند د معلولينو لوبډلې سره درې شل اوريزې لوبې وكړي.
د افغانستان د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله د هند د معلولينو لوبډلې سره د سياليو لپاره نن سهار دغه هېواد ته لاړه.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د معلولينو د کرکټ ملي لوبډله به د هند د معلولينو لوبډلې سره درې شل اوريزې لوبې وكړي.
د هغه په وينا، دې لوبډلې په كابل كې د يوې اونۍ لپاره تمرينونه وكړل او له بشپړ چمتووالي سره به د خپلې سيالې لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د معلولينو د کرکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې پاكستان او بنګله دېش ته هم سفر كړى و او د بنګله دېش لوبډلې ته يې ماتې وركړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


