د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز په ننګرهار کې د داخلي بې ځایه شويو، کورنیو د منظمې سروې ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي، د ختيځ زون لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ مسول ندیم بشير، د دې ادارې د بشري امورو غړو، د کډوالو او پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارو مسؤولینو، د ننګرهار له والي سلیم کندوزي څخه د داخلي بې ځایه شويو، د منظمې سروې د ترسره کولو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز په ننګرهار کې د داخلي بې ځایه شويو، کورنیو د منظمې سروې ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي، د ختيځ زون لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ مسول ندیم بشير، د دې ادارې د بشري امورو غړو، د کډوالو او پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارو مسؤولینو، د ننګرهار له والي سلیم کندوزي څخه د داخلي بې ځایه شويو، د منظمې سروې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
په خبر پاڼه کې د ملګرو ملتونو د استازې له لوري ویل شوي، چې دوی په ننګرهار کې د کډوالو چارو رياست او يو شمېر نورو ادارو له لوري د داخلي بې ځايه شوو، کورنيو شپاړلس زره عرض پاڼې ترلاسه کړي، خو مستحق کډوال په کې ډېر کم پېژندل شوي، چې د مرستو په ویشلو کې یې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
سرچینه وایي، والي سلیم کندوزي د ملګرو ملتونو دغو استازو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول ولایت کې به د داخلي بې ځایه شوو، درسته شمیرنه ترسره کړي.


