د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي د تېر کال د لومړیو میاشتو په پرتله يې دا وار د ولايت په ټولو نا امنو سیمو کې امنیت خوندي كړى او امنیتي ځواکونو د وسله والو هر ډول فعالیت پر وخت له منځه وړى دى.
د کاپیسا د امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم فایق په وینا، سره له دې چې د دوی د ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د مرکزي حکومت له خوا ور سره د ثقیله او نورو وسلو مرسته نه ده شوې خو په كاپيسا كې ميشتو ځواكونو د سیمې د خلکو په مرسته اوسمهال د تګاب – اله سای او د تګاب- نجراب لویې لارې له مخالفینو پاکې کړي دي. د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي د تېر کال د لومړیو میاشتو په پرتله يې دا وار د ولايت په ټولو نا امنو سیمو کې امنیت خوندي كړى او امنیتي ځواکونو د وسله والو هر ډول فعالیت پر وخت له منځه وړى دى.
د کاپیسا د امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم فایق په وینا، سره له دې چې د دوی د ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د مرکزي حکومت له خوا ور سره د ثقیله او نورو وسلو مرسته نه ده شوې خو په كاپيسا كې ميشتو ځواكونو د سیمې د خلکو په مرسته اوسمهال د تګاب – اله سای او د تګاب- نجراب لویې لارې له مخالفینو پاکې کړي دي.
بل خوا د سیمې یو شمېر اوسیدونکي هم تاییدوي چې د تېرو کلونو په پرتله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو هڅو ښه پایله ورکړې او د وسله والو مخالفینو د هر ډول برید پر وړاندې د خپل ځای او د یو شمېر مهمو سیمو دفاع کولی شي.
داسې حال كې ده چې په روانه میاشت کې د حکومت وسله والو مخالفینو د کاپیسا په یو شمېر نا امنو سیمو کې وسله وال بریدونه وکړل چې د اوسیدونکو په وینا هیڅ پرمختګ او لاسته راوړنه يې نه درلوده.


