ads

جمهور رئيس هيچا ته مو د سولې په برخه كې امتياز نه دى وركړى

جمهور رئيس غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل او پرمختګ لپاره يې هېڅ هېواد ته كوم امتياز نه دى وركړى او نه به دا كار وكړي.جمهور رئيس وايي، طالبان او ټولې تروريستي ډلې چې د پرديو د اهدافو لپاره جنګېږي د افغانستان د خلكو په منځ كې د درز اچولو […]

نویسنده: TKG
8 غویی 1395
جمهور رئيس هيچا ته مو د سولې په برخه كې امتياز نه دى وركړى

جمهور رئيس غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل او پرمختګ لپاره يې هېڅ هېواد ته كوم امتياز نه دى وركړى او نه به دا كار وكړي.
جمهور رئيس وايي، طالبان او ټولې تروريستي ډلې چې د پرديو د اهدافو لپاره جنګېږي د افغانستان د خلكو په منځ كې د درز اچولو په هڅه كې دي: (( هېڅ كله د ملي وحدت حكومت چاته امتياز نه دى وركړى، د افغانستان پنځه زره كلن تاريخ د معاملې وړ نه دى، كه مذاكرات مو كړي نو په اصولو مو كړي او په اصل مو كړي دي.)) جمهور رئيس غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل او پرمختګ لپاره يې هېڅ هېواد ته كوم امتياز نه دى وركړى او نه به دا كار وكړي.
جمهور رئيس وايي، طالبان او ټولې تروريستي ډلې چې د پرديو د اهدافو لپاره جنګېږي د افغانستان د خلكو په منځ كې د درز اچولو په هڅه كې دي: (( هېڅ كله د ملي وحدت حكومت چاته امتياز نه دى وركړى، د افغانستان پنځه زره كلن تاريخ د معاملې وړ نه دى، كه مذاكرات مو كړي نو په اصولو مو كړي او په اصل مو كړي دي.))
جمهور رئيس همدا راز ټينګار لري چې افغانان د جنګ خوښوونكي نه دي، خو ګواښ يې هم وكړ چې كوم فرد يا هېواد له افغانستان سره له زوره كار اخيستل وغواړي د  افغانانو له توند غبرګون سره به مخ شي: (( موږ جنګ نه غوښت، موږ جنګ نه غواړو، اما كه څوك په افغانانو توره باسي، په توره يې وهو، دا جنګ د افغانستان د تقسيم جنګ نه دى، هر چا د دې وطن لپاره قرباني وركړې او قرباني وركوي، لاړ شئ بدخشان ته، لاړ شئ پكتيا او نورو ولايتونو ته، هلته د يو ولايت ځوانان بل ولايت ساتي، دا وطن د تقسيم وطن نه دى.))
جمهور رئيس د افغان ځواكونو له ميړانې او قربانيو ستاينه وكړه او زياته يې كړه ټول افغانان په يو ډول او يو يووالي د افغانستان د خاورې له هر ګوټ ساتنه كوي.
جمهور رئيس زياته كړه هېڅ فرد او ډله بايد د دې جرئت ونه كړي چې افغانان يو تر بله تقسيم كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA