نن د غويي د مياشتې اتمه د شوروي ځواكونو پر وړاندې د مجاهدينو د بريا ورځ په جمهوري رياست كې د ځانګړو مراسمو له مخې ونمانځل شوه.
د دې ورځې د نمانځلو په مناسبت په ارګ ماڼۍ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې د جمهور رئيس غني، اجرایه رئیس، د ملي شورا غړو، د کابیني غړو او یو شمیر جهادي مشرانو په کې ګډون او ويناوې وكړې.
غونډې ته په وينا كې د حکومت اجرایه رئیس د ثور اتمه دټول ملت د بریا ورځ او زياته يې كړه، تېره اوونۍ ملي شورا ته د جمهور رئيس وروستۍ څرګندونې د ملي وحدت د حکومت دریځ دی. نن د غويي د مياشتې اتمه د شوروي ځواكونو پر وړاندې د مجاهدينو د بريا ورځ په جمهوري رياست كې د ځانګړو مراسمو له مخې ونمانځل شوه.
د دې ورځې د نمانځلو په مناسبت په ارګ ماڼۍ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو، چې د جمهور رئيس غني، اجرایه رئیس، د ملي شورا غړو، د کابیني غړو او یو شمیر جهادي مشرانو په کې ګډون او ويناوې وكړې.
غونډې ته په وينا كې د حکومت اجرایه رئیس د ثور اتمه دټول ملت د بریا ورځ او زياته يې كړه، تېره اوونۍ ملي شورا ته د جمهور رئيس وروستۍ څرګندونې د ملي وحدت د حکومت دریځ دی،
ډاكټر عبدالله زياته كړه ، دافغان ولس ملي ګټو ته خطر د ملي وحدت حکومت سرې کرښي دي او په وينا يې هغه کسان چې اوس د جهاد په نوم جنګیږي، جهاد نه بلکې انسان وژنه ده: ((په تروریزم کې ښه اوبد نشته دیؤ افغان حکومت یي پروړاندې کلکه مبارزه کوي، ځكه په افغانستان کې اوسنۍ جګړه تحمیل شوې او هغه څوک یې چې ملاتړ کوي، په ګرانه بیه به ورته تمامه شي.))
هغه په ورته وخت کې دکابل ورستۍ پیښې ته په کتو یادونه وکړه، چې په دغه برخه کې لا هم تحقیقات روان دي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیم یار بيا وویل، د ثور اتم د ټول ملت د خوښۍ او نیکمرغۍ ورځ ده.
نوموړي هغه کسان وغندل چې د ثور اتم د هیواد په تاریخ کې ناکامه ورځ بولي: (( زه له حكومته غواړم چې د جهاد د شهیدانو له اولادنو سره همکاري وکړي او ترڅنګ دې هغو خلکو ته سخته سزا ورکړي، چې د هیواد ملي او تاریخي ورځو ته په سپکه ګوري.))
بل لورته بیا د هیواد لوى درستیر قدم شاه شهیم په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې افغان ولس د نړۍ هیڅ ځواک ته تسلیم شوی نه دی او نه به ورته غاړه کیږي دي.
نوموړی وایي، افغان ځواکونه په هر وخت او هر ځای کې د هیواد ساتنې ته اماده دي.
شهیم په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې تروریزم سره دمبارزي په لاره کې لازیاتې مرستې غوښتنه وکړه.
غونډې ته په وينا كې جمهور رئيس وويل، تر څو دا هېواد وي د ثور اتمه به نمانځل كېږي.
هغه يو ځل بيا ټينګار وكړ چې سوله د افغانانو غوښتنه ده، خو د جګړې اعلان افغان حكومت نه دى كړى: (( څوك چې پر موږ توره پورته كوي، موږ به يې پر وړاندې تورې ته لاس كړو. د سولې د هڅو تر څنګ د فساد پر وړاندې مبارزه چټكوو.))
مجاهدینو د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د وخت شوروي ځواکونه له افغانستان څخه وویستل او کابل یی ونیوه.


